Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ لویې څارنوالۍ ته د املاکو ۱۷ دوسیې استولي

کابل ښاروالۍ وايي چې په کابل ښار کې د املاکو ۱۷ دوسیې یې د څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته استولي دي.

د کابل ښاروالۍ د استازي نعمت الله بارکزي په وینا چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې له ۱۶۰ ډېرې پلاني او غیر پلاني دوسيې د دې ادارې له خوا څېړل شوي او ۱۷ دوسيې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې په کابل ښار کې له زر جریبه زیاته ځمکه له عاصبینو څخه بېرته ګرځول شوې ده.

نعمت الله بارکزي په یوې خبري ناسته کې وویل:«د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې په پارکونو کې ۱۱۷۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ازاده شوې ده. د ۱۶۷ پلاني او غیر پلاني دوسیې او د املاکو ۱۷ دوسیې د څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته استول شوې دي.»

د کابل ښاروالۍ استازی زیاتوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ۱۷ بنسټیزو پروژو کار روان دی او تمه ده، چې د روان هجري لمریز کال په لړ کې ۱۵۰ نورې پروژې په پلازمېنه کابل کې تطبیق شي.

نعمت الله بارکزي زیاته کړه:«کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ بیخ بنسټيزې پروژې تطبیق کوو چې لګښت یې څه باندې پنځه مېلیار۲۳۹ مېلیونه افغانۍ دی.»

بل خوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو هرکلی کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی امان الله احمدزی وايي:«په کابل ښار کې هغه څلور لارې چې بیاځلې جوړې شوې دي، خو دا کار بسندویه نه دی او په کابل کې پاتې څلور لارې هم بېرته ورغول شي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکي رحیم داد وویل:«موږ له کابل ښاروالۍ راضي یوو چې څلور لارې یې جوړې کړې دي او باید هغه ځمکې چې په بېلابېلو برخو کې غصب شوي د غاضبینو له منګولو بېرته واخیستل شي.»

د کابل ښاروالۍ د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې لس تاریخي او اسلامي نښانونه هم رغول شوي دي.
 
د کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې په کابل ښار کې له زر جریبه زیاته ځمکه له عاصبینو څخه بېرته ګرځول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه