Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تاجیکستان ته د اسلامي امارت د یوه پلاوي سفر

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري رییس په مشرۍ یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د تاجیکستان بدخشان ولایت ته تللی او د بدخشان ولایت په خاروغ ښار کې یې د افغانستان له کونسلګرۍ نه لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي چې تاجیکستان ته د اسلامي امارت د دغه پلاوي د سفر موخه، د دغې کونسلګرۍ د کارونو ارزول او د ستونزو له منځه وړل او د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ رامنځته کول دي.

ښاغلی تکل وايي:«پلاوي د کونسلګرۍ د چارو ارزونه ترسره کړه. او د کونسلګرۍ د ودانۍ د بیارغونې راپور هم د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه ته وړاندې کړ. په خاروغ کې د افغانستان د کونسلګرۍ ودانۍ د وروستیو ورښتونو او زیاتې واورې له امله زیان لیدلی و.»

خو په تاجیکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکي وایي، چې د تاجیکستان بدخشان ولایت ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفره خبر نه دي.

په تاجیکستان کې د افغانستان د سفارت ویاند مهران اغبر څرګندوي:«په خاروغ کې د افغانستان جمهوري جنرال کونسلګري د پخوا په څېر د له خپلو کارکوونکو سره په خپلو دندو بوخت دي. تراوسه موږ په دې هکله د کوم رسمي پلاوي شاهد نه یوو.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځیني شنوونکي په دې باور دي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي، چې د امنیتي، او اقتصادي ګټو او په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حضور له امله له اسلامي امارت سره د همکارۍ فرصتونه رامنځته کړي.

پخواني ډيپلوماټ سید نور الله راغي وویل:«د سیمې هېوادونه د امنیتي لازمیت د راوستو او په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د شتون په هکله او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعاملات لازمیت او اړتیا له امله له طالبانو سره محدود تعامل ته اړ دي.»

پخوانی ډيپلوماټ مهدي منادي هم څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې طالبان وکړای شي، له دغې موکې په ښه توګه ګټه واخلي. کولای شي چې د اړیکو د پرمختګ زمینه برابره کړي.»

د بهرنیو چاروز وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه سرپرست حکومت د نړۍ څوارلسو هېوادونو ته خپل ډيپلوماټان استولي او په نورو هېوادونو کې د سفارتونو او کونسلګریو د ورسپارل کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه