Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو د حقونو پر نقض د امریکا بهرنیو چارو وزارت نیوکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو بنسټيز حقونه نقض کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند په يوه خبري ناسته کې له هغه څه چې په افغانستان کې يې د ښځو په اړه د فرمانونو صادرېدل ګڼي نيوکه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی په دې باور دی چې د زده‌کړو او کار له حقه د ښځو منع کول هغوی د بشردوستانه مرستو په بهير کې، چې د ټولو افغانانو په ګټه دي، بې برخې کوي.

دغه امریکايي چارواکی په دې باور دی چې که پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لیرې نه شي، د کابل او نړۍ اړیکې به عادي نه شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وډانټ پاټل وايي:«څومره چې طالبان د نړۍ له هېوادونو سره د عادي اړیکو په لټه کې دي، دغه اړيکې به په اوږدمهال کې تر هغې عادي نه شي، تر څو چې دوی د خپل هېواد د ښځو او نجونو پر وړاندې د دې ډول قوانینو تطبیق ته دوام ورکړي.»

په همدې حال کې اسلامي امارت وايي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وايي:«د هغوی بنسټيز حقونه چې الله (ج) ورکړي او د هېواد په ګټه دي، د هغوی لپاره تضمین شوي. او اسلامي امارت همدارنګه هغې ته د لاسرسي لپاره هڅه کوي. نو موږ په دې برخه کې ستونزه نه لرو. د افغانستان کورني مسایل باید افغانانو ته وسپارل شي.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان او په هېواد کې د ښځو د حقونو فعالان له اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په برخه کې نرمښت وښايي.

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي څرګندوي:«د طالبانو حکومت د کار د دوام لپاره اړ دی چې له ځانه نرمښت وښيي. په هغه صورت کې چې طالبان نرمښت ونه ښيي، د خپلې حکومتوالۍ دوام له ننګونو سره مخ کوي.»

د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د سرپرست حکومت لخوا د تعلیم، کار او نورو برخو کې تر ۲۰ زیات فرمانونه او حکمونه صادر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه