د اېټالیا سفارت تېره ورځ په واشنګټن کې د «افغانستان د ښوونیز ناورین» په نامه غونډه جوړه کړې ده.
په امریکا کې د اېټالیا سفیرې ماریانجلا زاپيا ویلي چې د دغې غونډې له جوړېدو موخه په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د تضمین لپاره د نویو بېلګو او وړاندیزونو وړاندې کول دي.
په امریکا کې د ایټالیا سفیره وايي:«زموږ موخه دا ده، چې د افغان ښځو ناوړه شرایطو ته پام وکړو او په نړیواله کچه له نورو بیړنیو ستونزو او ننګونو سره سره، د هغوی بنسټيز حقونه په نړیوال لومړیتوب کې راولو.»
له دې سره هممهاله ځينې زدهکوونکې نجونې له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو د پرانیستو لپاره، یو کره وخت مشخص کړي.
پنځلس کلنه ساره د لسم ټولګي زده کوونکې ده. دا وایي، چې هیله یې لرله ډاکټره شي، خو د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو له لګېدو وروسته، اوس ورته دغه هیله نه پوره کېدونکې ښکاري.
نوموړې زیاتوي:«زه په خپله هیله لرم چې ډاکټره شم. خو دوی اجازه نه راکوي چې خپلو هیلو ته ورسېږو.»
بل خوا، په دې غونډه کې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر نه پرانیستل کېدو نیوکه کوي.
مېرمن امیري وايي:«د ښوونې او روزنې ناورین په بشپړه توګه د نارینه وو په لاس جوړ شوی او په ځانګړې توګه د طالبانو د ایډیالوژۍ او سیاست له لوري رهبري کیږي. هغسې چې طالب چارواکي یې ادعا کوي، دا مساله د افغانستان په مذهب او کلتور پورې اړه نه لري.»
بل خوا، په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د اېټالیا ځانګړی استازی وایي، چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د منلو وړ نه دي.
د افغانستان لپاره د اېټالیا ځانګړی استازی جانفرانکو پتروزلا څرګندوي:«هغه زیان چې طالبانو په دغو محدودیتونو سره د افغان ښځو حقونو او بنسټيزو ازادیو ته اړولی دی، خورا جدي او د منلو وړ نه دی.»
زده کوونکې مومنه وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه او هیله دا ده چې لطفاً موږ ته دې د زده کړو اجازه راکړي موږ ته دې د درس ویلو اجازه راکړي.»
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکوونکي او د تېر حکومت یو شمېر چارواکو د افغانستان د ښوونیز وضعیت په تړاو خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه