Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرن ډیکر: واشنګټن تراوسه له افغانستان سره یونیم مېلیارد ډالره مرسته کړې

د امریکا متحده ایالات وايي چې له افغانستان سره یې تراوسه په بشري برخه کې کابو یونیم مېلیارد ډالره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر په یوي آنلاین غونډه کې وايي، چې په تېرو اتلسو میاشتو کې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا پراختیايي ادارې له افغانانو سره نږدې یو نیم مېلیارد ډالره مرسته کړې ده.  

مېرمن دګر وایي، چې دغه مرستې د ښوونې او روزې، تغذیې، روغتیا، کورنیو بې ځایه شویو او د کډوالو د بېرته مېشتېدو په برخه کې لګول شوې دي.

کرن ډکر، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېره زیاتوي: «له غونډو ډکه اوونۍ مو لرله، په دغو غونډو کې د ځينو نړۍوالو ادارو استازو او افغانانو حضور درلود او یو ځل بیا مو د بشري مرستو او نورو مرستو په اړه  پرهغو اصولو ټینګار وکړ، چې موږ یې هر وخت یادوو او یو ځل بیا مو په ګډه هوکړه وکړه، چې په انجیو ګانو کې د ښځو پر کار د بندیز په تړاو خپل غږ پورته کړو او داسې کار وکړو، چې دغه فرمان لغوه شي.»

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، چې د افغانستان لپاره د همغږۍ ډلې غونډه په هرو څلورو میشتو کې په دوبۍ کې جوړېږي او په وروستۍ غونډه کې له افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار شوی دی.

مېرمن دیکر زیاتوي:«زما په اند، یوه ډېره ښه او مهمه خبره چې د دوبۍ په غونډو کې وشوه، دا ده، چې ټول پر دې باور شول چې یوه جدي اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان له خصوصي سکټور سره په بالفعل ډول په تماس کې شي او کار ترسره شي. د دې غونډې بنسټيزه موخه دا وه، چې  د افغانستان د همغږۍ ډلې پر دې هوکړه وکړه، چې له افغانستان سره زموږ مرستې ثابتې دي.»

بل خوا کرن دیګر د دوحې هوکړه لیک نیمګړی پاتې شوی ګڼي او د افغانانو ترمنځ پر خبرو ټينګار کوي:«زه له تاسو سره هم‌نظره یمه، چې هغه ژمنې چې طالبانو په دوحه کې کړې وې، نیمګړې پاتې دي. موږ لا هم پر دې باور یوو، چې د افغانانو او طالبانو ترمنځ خبرو ته اړتیا ده او طالبان باید په کور دننه او بهر له افغانانو سره ټولګډونه او مشروع خبرې پېل کړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د افغانانو  کورني مسایل په افغانانو پورې اړه لري. کورني او سیاسي مسایل باید د سیاسي فشار په توګه ونه کارول شي. سیاسي مسایل له دې مسایلو جلا دي. او که چېرې له دې سره کوم اړوند مسایل وي اسلامي امارت فعاله دپيلوماسي لري چې له تمرکز او مفاهمې له لارې هغه حل کړي.»

اخوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي د نړۍوالې ټولنې بشري مرستې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهمې بولي.

د سیاسي چارو شنونکي ولي فروزان وویل:«که چېرې مرسته نه وه شوې، زه ډاډه یم چې له ډېر خراب وضعیت کې به وو. نو دغه مرستې چې په هره بڼه وي اغېزناکه دي. که چېرې ناچیزه پیسې هم وي. د یوه هېواد په اقتصاد کې د پیسو راتلل خپله اغېزه لري.»

د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له اګسټ میاشتې وروسته، د امریکا ډېری مرستې د بشري مرستو په نوم په څلوېښت مېلیون ډالرو کڅوړو کې افغانستان ته راځي او د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه