Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: د هوکړې پربنسټ کابل کې باید د امریکا سفارت پرانیستی وای

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، امریکا باید د دوحې هوکړې له مخې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور له سره پیل کړي.

شېر محمد عباس ستانکزی، په دوبۍ کې د افغانستان له کونسلګرۍ د لیدنې په ترڅ کې پر هغه څه چې، د امریکا له لوري د دوحې هوکړې نه عملي کېدل ګڼي نیوکې وکړې.

ښاغلی ستانکزی وايي امریکا په دوحه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته به د افغانستان له نوي حکومت سره کار وکړي او همداراز به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګندوي:«او د هغې هوکړې پر بنسټ چې موږ هلته کړې وه امریکایانو دې ته تضمین ورکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هغه اسلامي نظام چې رامنځته کېږي. موږ به له هغوی سره د دوستۍ اړیکې ولرو او زموږ سفارت به یا په هماغه اصطلاح په افغانستان کې به زموږ ډپيلوماټیک موجودیت، شتون ولري.»

ښاغلی ستانکزی وايي، که نړۍ د یوه ځواکمن افغانستان غوښتونکی وي؛ نو باید له سرپرست حکومت سره د تعامل لار غوره کړي.

هغه په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو هم وویل، هڅې روانې دي چې، د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیستل شي.
 
 شېر محمد عباس استانکزی وايي:«کوښښ کوو چې ان‌شاالله دا مشکل سره حل کړو، د تعلیم دروازې د خویندو او وروڼو په مخ باندې جوړې شي او برابرې شي. اوس هم اسلامي امارت دا اعلان نه دی کړی چې موږ قطعاً د ښځو تعلیم نه منوو. بلکې موقتې وې، مشرانو سره موږ همیشه دلایل ویلي ورسره ناست یوو. زه په جدیت وایم چې زموږ علما ۹۸ سلنه په دې نظر دي چې باید د ښځو تعلیم هم ازاد شي. »

تر دې مخکې واشنګټن هم پر هغه څه چې، د اسلامي امارت له لوري په بشپړه توګه د دوحې هوکړې نه عملي کېدل ګڼي، نیوکې کړې وې.

په افغانستان کې بشري حقونه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل هغه مسایل دي چې، د امریکا په ګډون ځينې لوېدیځ هېوادونه هم پرې ټينګار لري.

 د نړۍوالو اړیکو کارپوه نعمت الله بیژن وايي:«د طالبانو د ادارې د انزوا او دا چې په رسمیت نه پېژندل کېږي اصلي لامل د وخت جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرې ناکامېدل او همدارنګه هغه پالیسۍ دي چې طالب اداره یې په افغانستان کې تطبیق وي.»

د سیاسي چارو شنوونکي محمد بشار هم وویل:«د اسلامي مارت ۵ زره بندیان یې په وخت ازاد نه کړل، د اسلامي امارت د چارواکو نومونه یې له تور لېست څخه ونه ایستل. همداراز کوم مهال‌وېش د وتلو لپاره ټاکل شوی و، په هغه مهال‌وېش باندې له افغانستان څخه ونه وتل.»

تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوې مقاله کې د بندیزونو د لرې کېدو او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل غوښتنه کړې وه او همداراز یې په ډاګه کړې وه، که بندیزونه لرې شي؛ نو اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا سره تعامل ته چمتو دی.

شېرمحمد عباس ستانکزی وایي که امریکا په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، نور هېوادونه به هم په دغه هېواد کې خپل سفارتي حضور بېرته پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه