Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوې اوونۍ کې سېلابونو د لس تنو ژوند اخیستی

د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو له امله لس تنه وژل شوي او کابو ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې کابو ۲۰۰۰ کورونه او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي:« د ۱۴۰۲ کال د وري له لومړۍ تراوسه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ورښتونو، د سېلابونو د راوتلو او زلزلې له امله لس تنه شهیدان، ۷۶ تنه ټپيآن شوي او ۱۷۷۹ کورونه په بشپړه او یا هم لږ ویجاړ شوي او څه باندې ۲۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.»

د هېواد په ځينې ولایتونو کې د سېلابونو له امله، یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله او مالي زیان اوښتی دی.

د پروان یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله، د دغه ولایت اوسېدونکو ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.

د پروان اوسېدونکی نورالله طلوع نیوز ته وايي:«ښايي چې ډېر سېل هم راشي. خلک د خپلو کورونو پرېښودو په حال کې دي. لاره بنده شوې او وضعیت خراب دی.»

د پروان زیانمن فردین صدیقي څرګندوي:«وړاندیز مو وکړ. زموږ وړاندیز یې جدي ونه ګڼه. نن یوځل بیا موږ زیانمن شو.»

د پروان د والي مرستیال محمد ادریس انوري طلوع نیوز ته وايي:«موږ  په سیمه کې یوو. کوښښ کوو شمېرې راغونډې کړو. د خلکو ستونزې او هغه کسان چې زیانمن شوي، شمېرې راټولې کړو او ستونزو ته یې رسېدونه وکړو.»

وژونکو او ورانوونکو سیلابونو، د ارزګان اوسېدونکي هم زیانمن کړي دي. د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې دغو سېلابونو کرنېزې ځمکې او یو شمېر کورونه ویجاړ کړي دي.

دوی چې خپل ټول شته یې له لاسه ورکړي، د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستې غوښتنه کوي.

د ارزګان اوسېدونکی سلام جان طلوع‌نیوز ته وايي:«سېلابونو د خلکو ځمکې ته زښته زیات زیان رسولی. سېل بڼونه یوړل، ځمکې یې خرابې کړې دي، حتا په سیمه رود ویالې چې موجودې وې هم وړي دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر وایي چې سختو اورښتونو او سېلابونو د افغانستان په اوو ولایتونو کې ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د جاري کېدو خبرداری ورکړی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه