Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بې‌کارۍ کچې لوړېدل؛ د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکو غالیو اوبدلو ته مخه کړې

په وروستیو میاشتو کې د کابل یو شمېر اوسېدونکو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو او وزګارۍ له امله دې چارې ته اړ شوي دي.

مصطفی له څو میاشتو راهیسې غالۍ اوبدلو ته مه کړې ده. هغه له خپل یوه ماشوم سره له سهاره تر ماښامه کار کوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د کابل اوسېدونکی مصطفی وايي: «کارونه کم شوي، اوس هېڅ کار نه‌شته، مخکې مې هم غالۍ اوبدلې اوس مې ویل یوه غالۍ پېږدم، ځکه روژه هم ورسره تېره شي او یو څو افغانۍ هم پیدا شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی مهدی زیاتوي: «څلور پنځه کاله وشول چې په نانوايي کې مې کار کاوه او کورنۍ مې غالۍ اوبدلې، اوس زه هم ورسره کار کوم.»

له بل لوري د غالۍ اوبدنې د یوې کارخونې مسوول وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د غالۍ اوبدونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

د غالۍ اوبدنې د یوې کارخونې مسوول محمد حسن وايي: «له کله نه چې اسلامي امارت راغلی، ډېرو خلکو غالیو اوبدلو ته مخه کړې او په ژمي کې د خلکو هیله ډېرېږي.»

له دې سره سم، د افغانستان د غالۍ د تولید او صادروونکو ټولنه وايي، د غالۍ د تولید په ډېرېدو سره به بهر ته د صادراتو په کچه کې یې هم ډېرښت راشي.

د افغانستان د غالۍ د تولید او صادروونکو ټولنې مرستیال نور احمد نوري وايي: «کله چې غالۍ ډېرې شي، صادرات ورسره هم ډېرېږي، یانې د افغانستان ۹۵ سلنه غالۍ له هېواده بهر صادرېږي او پنځه سنله یې په کور دننه پلورل کېږي.»

د غالۍ یو شمېر کارخونه لرونکي هېواد ته د اوومه موادو د وارداتو او همداراز نورو هېوادونو ته د افغانستان د غالیو د قاچاق کېدو په تړاو اندېښنه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه