Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د یو شمېر سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه د امیر خان متقي خوش‌بیني

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د ځینو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شي.

امیر خان متقي له یوې عربۍ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت په نااعلان شوي ډول د ځينو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی دی.

ښاغلی متقي وايي: «بدلونونه د ښه کېدو خوا ته روان دي. موږ به په راتلونکو ورځو کې یو شمېر نوي سفارتونه هم فعال کړو. موږ هیله مند یوو چې دغه ستونزه په بشپړه توګه حل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي، سرپرست حکومت اوس هم د ګاونډيو او سیمې له ډېریو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړیکې لري.

امیر خان متقي زیاتوي: «دمګړۍ په کابل کې د چین، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او د پاکستان په څېر د ګاونډیو هېوادونو سفارت خونې پرانېستې دي. د قزاقستان، قرغیزستان او روسیې سفارتونه هم دلته پرانېستي دي. د هند، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو سفارتونه هم خلاص دي. د سعودي عربستان سفارت هم فعال دی؛ خو یوازې ډيپلوماټان یې وتلي او ښايي په نږدې راتلونکې کې بېرته راشي.»

له بل لوري د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې په هېواد کې د نورو هېوادونو د سفارت خونو فعالېدل کولی شي له نړۍ سره د سرپرست حکومت پر اړیکو مثبت اغیز وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله جامع وايي: «د افغانستان د اوسني حکومت مسوولیت دا دی چې د افغانستان بهرني سیاست کې نړۍ له افغانستان سره نږدې کړي او په عین حال کې دا اړه لري چې په کوردننه او باندې اوسني حکومت هغه وظایف چې باید د اصلاحاتو په باب کې تر سره کړي وای، نه‌دي تر سره کړي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه سلیم کاکړ زیاتوي: «نور هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي او یا هغه هېوادونه چې په افغانستان کې خپلې سفارت خونې لري، کولای شي له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.»

د اسلامي امارت چارواکو په وار-وار ویلي چې سرپرست حکومت له نړۍوالې تولنې سره د ښه تعامل غوښتونکی دی، خو لا تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه