Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زده‌کړې په لټه کې؛ زده‌کړیالانې د بورسونو تر لاسه کولو هڅه کوي

په هېواد کې د نجونو زده کړیالانو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یو شمېر نجونو د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره له هېواده بهر د تحصیلي بورسونو غوښتنې کړې دي.

یو شمېر دغه زده کړیالانې وايي، په تحصیلي بورسونو کې بریالي شوي، خو اوس له محرم پرته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

زده‌کړیاله ازاده بخشي په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «بورسونه شته او ډېری نجونې غواړي چې تر لاسه یې کړي، خو له بده مرغه طالبانو پرې محدودیتونه لګولي چې له محرم پرته نه‌شي کولای سفر وکړي.»

شریفې غوښتل په یوه خصوصي پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځی ووايي، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو په تړل کېدو سره د تحصیل له دوامه پاتې شوه، خو اوس غواړي له هېواده بهیر خپل تحصیل ته دوام ورکړي.

زده‌کړیاله شریفه وايي: «د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې. نجونې د یوه هېواد له پیدا کولو پرته بله لار نه‌لري چې بورسونو تر لاسه کړي، د خپلو زده‌کړو او راتلونکې لپاره له هېواده ووځي.»

له دې سره سم، د ښځو د حقونو په چارو کې ځينې فعالینې د پوهنتونونو تړل پاتې کېدل د هېواد د پوهنیز نظام په زیان بولي.

د ښځو حقونو فعاله ارزو خراساني وايي: «دا د افغانستان ښوونیز نظام ته ستر زیان دی. له اسلامي امارته هیله لرو چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله خاطره حصار وايي: «اسلامي امارت له محرم پرته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له هېواده بهر سفر وکړي او د پاسپورټ ستونزه لري؛ نو د حل لار دا ده چې اسلامي امارت پر خپلو سیاستونو بیا فکر وکړي او اجازه ورکړي چې نجونې په خپل هېواد کې زده‌کړې وکړي.»

نږدې یوه میاشت کېږي چې د پوهنتونونو درسونه شروع شوي، خو تر اوسه نجونو زده‌کړیالانو ته د تحصیل د دوام اجازه نه‌ده ورکړ شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه