Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د م.م عمومي منشي له ځانګړې استازې سره د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال لېدنه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره لېدنه کې له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتنه کړې.

مولوی عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له رییسې سره په لېدنه کې غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه باید پر اسلامي امارت اوسني بندیزونه لرې کړي او په‌دې اړه یې د یاد سازمان هڅې هم مهمې ګڼلې دي.

مولوي عبدالکبیر همداراز په ډاګه کړې، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط بشپړ کړي دي.

په‌دې اړه د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر په حواله راغلي: «اسلامي امارت له نړیوالو سره تعامل غواړي او اسلامي امارت ټول شرایط پوره کړي او باید په رسميت وپېژندل شي. موږ ډاډ ورکوو چې افغانستان به د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي او نه به چاته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکړي.»

په‌دې کتنه کې د انس حقاني او خیراله خیرخوا په ګډون د اسلامي امارت ځینو نورو چارواکو هم ګډون درلود.

په‌دې لېدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي او همداراز یې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او تفاهم ټینګار کړی دی.

ارګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په حواله لیکلي: «له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي. ملګري ملتونه هڅې کوي چې ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.»

د نړۍوالو چارو شنونکي پر دې باور دي، تر هغې چې اسلامي امارت د نړۍوالو مشروع غوښتنو ته غاړه کېنږدي؛ د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ به رسمي تعامل رامنځ‌ته نه‌شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه رحمت‌الله بېژن‌پور وايي: «د افغانستان وضعیت او اوسنی حالت له ټول‌ګډونه حکومت سره ورته‌والی نه‌لري او د ټولګډونه حکومت جوړېدل لومړیتوب دی او دا باید وشي.»

د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه سید جواد سجادي زیاتوي: «نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره څرګند شرایط او غوښتنې کړي. د دې لپاره، تر څو چې دا غوښتنې اسلامي امارت بشپړې نه‌کړي، په رسمي کچه د تعامل لېدل نه کېږي.»

د دې کتنې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې هم خبرې شوي او د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، داعش یو نړیوال ګواښ دی، خو اسلامي امارت یې په افغانستان کې ريښې وچې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه