د افغانستان لپاره د امریکا پراختیايي ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې پر دندو د ښځو د ګمارلو غوښتنه کړې ده.
دې ادارې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې له ښځو په ځانګړې توګه متشبثو ښځو ملاتړ کوي او افغانستان د ښځو له حضور پرته نهشي کولای پراختیایي پرمختګ ولري.
ورته مهال یو شمېر ښځې له مرستندویه بنسټونو غواړې چې په بېلابېلو برخو کې یې ملاتړ وکړي.
اقرا دوه کاله په خصوصي بنسټونو کې کار کړی دی، خو د ښځو پر کارکولو یې د بندیز په تړاو د اسلامي امارت له فرمان وروسته، خپل کار له لاسه ورکړی دی.
دا وایي، اوسمهال له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د یوې خصوصي ادارې مخکینۍ کارکوونکې اقرا کارمند وايي: «ډېرې ښځې د خپلو کورونو سرپرستې غواړي، خپلې وظیفې شروع کړي او غواړي خپلو اولادونو ته نفقه راوړي، د همدې لپاره غواړو اسلامي امارت موږ ته د کار اجازه راکړي.»
اخوا، د کروندګرو ښځو ټولنه وایي، اوسمهال په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې له هغوی ملاتړ وشي.
د کروندګرو ښځو د ټولنې رییسه ممتاز یوسفزۍ وايي: «هر څومره چې له خصوصي سکټوره ملاتړ وشي، د دې تر څنګ چې خلکو ته د کار زمینه برابروي، د عایده یوه ښه سرچینه ده او د هېواد اقتصاد په وده کې هم اغېزناک تمامېږي.»
بلپلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د متشبثو ښځو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د اسلامي امارت له با رتګ وروسته پر ښځو د کار شپږ سوه جوازونه وېشل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د اسلامي امارت له راتګ څخه تر دې مهال شپږ سوه سوداګرو ښځو د کار جوازونه مو ورکړي، د ښځو خونې نږدې ۵۶۰ فعالې غړې لري او په افغانستان کې څه باندې ۸ زره ښځې ښه خصوصي سکټور او سوداګرۍ برخه کې فعالیتونه لري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال سوداګرې ښځې د لاسي صنایعو، کرنې، روغتیا، خدمتونو، صنعت او کانونو په برخه کې فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه