Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولیز امنیت تړون سازمان ته د ا.ا غبرګون؛ د سرحدونو امنیت تامین دی

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان له خاورې د دغه تړون غړو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د نفوس او ورتللو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه سازمان سرمنشي د دغه تړون د دارالانشا له جګپوړو چارواکو او لوی درستیزانو سره په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې د دغه تړون غړو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د نفوذ ګواښ شته.

د ټاس د خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دغه تړون سرمنشي دغو هوادونو ته د دغو ډلو د ګواښ او لارموندنې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي ایمان قلي تاسماګامبتوف وايي:«داسې ګواښونه شته چې ترهګرې ډلې او افراطي افکار د ټولیز امنیت په سازمان کې زموږ د متحدانو سیمو ته نفوذ وکړي. یوه بله ځانګړې اندېښنه له افغانستانه د پيچلو ګواښونو د پېښېدو په تړاو ده.»

دغو خبرو ته په غبرګون کې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند د هېواد پولې د دغه وزارت تر کنټرول ګڼې او په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل:«زموږ سرحدونه له صفر څخه تر سل پورې زموږ په کنټرول کې دي. سرحدي لواګانې، سرحدي کنډکونه او سرحدي پوستې فعالې دي. مجاهدین شپه او ورځ له خپلو پولو ساتنه کوي. او موږ په ځلونو رد کړې. هغه ملاحظات او اندېښنې چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه یې لري موږ ردکړي او بیا یې هم ردوو.»

بل خوا، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د اروپا په چارو کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت له پارلماني مرستیال سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، د پولو پر ساتنې او ځينو نورو مسایلو خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري په دې هکله وايي:«باید د افغان خلکو همکاري جلب شي او باید په دې پوه کړل شي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د هغوی په ګټه ده. له پولیسو سره همکاري او یوه ستره او ښه همکاري کېدای شي.»

پردې سربېره، د ټولیز امنیت د تړون سرمنشي په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي، چې دا برخه هم په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د معینیت د شمېرو له مخې، د  هېواد د بېلابېلو ولایتونو په سرحدي سیمو کې د ۵ زره بېلابېلو عملیاتو په پایله کې د مخدره توکو د قاچاق او تولید په تور نږدې شپږ زره کسان نیول شوي دي.

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند دغو خبرو ته په غبرګون کې د هېواد پولې د دغه وزارت تر کنټرول لاندې ګڼې او په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه