Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه په تېر یوه کال کې ۸۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې له ایرانه څه باندې ۸۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې له دې منځه ۴۰۰ زره تنه یې له دغه هېواده را اړول شوي دي.

دغه وزارت دغه راز وایي، چې دغه کډوال د ناقانونه کډالۍ، او د اسنادو د نه لرلو له امله را اړول شوي دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:«په تېر یوه کال کې له ایرانه ۸۲۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې منځه ۴۰۰ زره تنه یې په اجباري توګه له هغه هېواده را اړول شوي او پاتې نور په خپله خوښه راغلي دي.»

بل خوا، یو شمېر ځوانان بې وزلۍ او بې روزګارۍ د ناقانونه کډوالۍ لامل ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
      
د کابل اوسېدونکی محمد ضیا په دې هکله څرګندوي:«فارع‌التحصیل یم. نه کار لرم او اقتصادي وضعیت مې هم په شدت خراب دی. اړ یم چې ولاړ شم.»
       
د غزني اوسېدونکی خالق داد وايي:«له اسلامي امارته مې غوښته دا ده چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. څو ځوانان وکړای شي په خپله ټولنه کې کار وکړي.»   

بل پلو، د کډوالو د حقونو ځيني فعالان وایي، چې پر دې لار کډوال د غلا او یرغمل نیونې په څېر له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
             
په ایران کې د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزی وايي:«له ایرانه د وتلو لپاره اړتیا ده چې په یو ټول قانوني کډوال کار وشي او بنسټيزې کړنلارې جوړې شي.»

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ایران سفارت ویلي دي، چې په ایرن کې څه باندې شپږ مېلیونه افغانان مېشت دي چې نږدې دوه مېلیون تنه یې د اوسېدو اسناد نه لري.
 
یو شمېر ځوانان بې وزلۍ او بې روزګارۍ د ناقانونه کډوالۍ لامل ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه