Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۱ کال کې افغانستان کې ۵۰۰ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي

د پاسپورټ ریاست وايي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول جریان لري او هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

ښاغلي پتمن وايي:«د ۱۴۰۱ کال په شاوخوا کې موږ ۵ لکه او ۱۵ زره پاسپورټونه وېشلي دي او دغه لړۍ دوام لري، چې هره ورځ د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې تر ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېږي.»

ښاغلی پتمن زیاتوي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال تر ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند زیاتوي:«د دغه کال په لړ کې موږ څه باندې ۲۰۰ کمېشنکاران او جعلکاران او فساد کوونکي نیولي دي او هغه کسان چې په دې برخه کې جعلکاري او کمېشنکاري کوي تر تعقیب لاندې دي او نیول کېږي.»

خو د پاسپورټ ځينې غوښتونکي نیوکه کوي او وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په پڅوالي سره مخ ته ځي او له میاشتو راهیسې درېدلی دی.

ثمرګلې خپله ناروغه مور دلته د پاسپورټ ریاست ته د پاسپورټ ترلاسه کولو په موخه راوستې ده.

د پاسپورټ دغه غوښتونکې وايي، چې له شاوخوا یو کال راهیسې د پاسپورټ په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې.

د پاسپورټ غوښتونکې ثمرګله وویل:«مور مې په ډېر بد وضعیت کې ده او دلته مو ځکه راوړي، چې ورته پاسپورټ واخلو، چې نن مو ورته ترلاسه کړ، خو د ناروغ پایوازي پاسپورټ لا هم پاتې دی.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ ریاست له مسوولینو غواړي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر ګړندی کړي.

د پاسپورټ غوښتونکی روح الله زیاتوي:«څوک چې ستونزه ونه لري، نو پاسپورټ څه کوي، خو حتمآ يې پاسپورټ ته اړتیا ده، چې دلته راځي. ځیني کسان ناروغان لري باید په نن او سبا باندې تېر نه ویستل شي.»

د پاسپورټ غوښتونکی عبدالحی هم وايي:«موږ د پاسپورټ له ریاست غواړو، چې خپلې چارې نورې هم چټکې کړي، ترڅو خلک د پاسپورټ په اخیستو کې له ستونزو سره مخ نه شي.»

د پاسپورټ عمومي ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر کال کې د پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه