Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوچا: ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره مو یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې د شدید بشري ناورین سربېره، په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستې لپاره یوازې ۵ سلنه غوښتل شوې بویجه مو ترلاسه کړې ده.

اوچا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي دي، چې په افغانستان کې  څه باندې ۲۸ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۲۳ سلنه یې ښځې، ۵۴ سلنه یې ماشومان او ۸.۳ سلنه یې معلول کسان دي.

اوچا په دې هکله ویلي:«سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له لوی او سخت بشري ناورین سره مخ دی. موږ  د ۲۰۲۳ کال لپاره له غوښتل شویو پیسو نه یوازې ۵ سلنه ترلاسه کړي دي، چې دا د نړۍ په کچه د مرستو تر ټولو ټيټه کچه ده، له بېړنیو سرچینو پرته، په افغانستان کې مېلیونونه تنه د ژغورندیو مرستو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.»
          
د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي وايي:«لومړیتوبونه یې هره ورځ بدلون کوي. یوه نوې پېښه کېږي. پر دې بنسټ زموږ هېواد ته لازمه ده چې په خپلو پښو ودرېږي، له طبیعي او انساني سرچینو استفاده وکړي.»

بل خوا، د خوړو د نړۍوال پروګرام اجرایي مدیر له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي دي، چې د پیسو د کموالي له امله په افغانستان کې شپږ مېلیون تنه د قحطۍ په درشل کې دي.

د خوړو د نړۍوال سازمان اجرايي مدیر ډېویډ بیسلي څرګنده کړه:«اوس‌مهال د پیسو د کموالي له امله د افغان ملت چې له ۴۲ مېلیون تنو جوړ دی،۲۰ مېلیونه وګړي له سختې خوراکي نا امنۍ سره مخ دی او له دې منځه ۶ مېلیون تنه د قحطۍ په درشل کې دي. موږ په تېرو څو ورځو کې د نږدې څلور مېلیون تنو خوراکي توکي ۵۰ سلنه راکم کړل او احتمال شته، چې د ۹ مېلیون تنه نورو هم راکم کړو، ځکه چې موږ د پیسو له کموالي سره مخ یوو.»

بل خوا، د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي، چې افغانان مرستو ته اړتیا لري او له همدې امله اسلامي امارت له مرستندویو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«له نړۍوالې ټولنې، مرستندویه بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. چې موږ وکړای شو د بې‌وزلۍ په کموالي کې خپل پروګرامونه عملي کړو.»

له دې سره هم‌مهاله، جاپان له افغانستان سره د پنځه مېلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده او تمه کېږي چې دغه پیسې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې په افغانستان کې ولګول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه