Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د ماین پاکونې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې مرسته غواړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملامحمد عباس اخند، د ماین د خطرونو د پوهاوي په نړۍواله ورځ وايي چې نړۍواله ټولنه باید د ماینونو د پاکونې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکی په کابل کې د دې ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونډې پر مهال، په افغانستان کې د ماین پاکونې په برخه کې د نړۍوالو بنسټونو د مرستو پر کموالي نیوکه کړې ده.

ملا محمد عباس اخند زیاتوي چې لاهم د افغانستان ځينې برخې د میان له شتونه پاکې شوې نه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست وايي:«له نړۍوالو ادارو او مرستندویه بهرنیو موسسو دا غوښتنه لرو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي. له همکارۍ زما مطلب دا دی چې هغوی د دې کار لپاره که څلور تنه ګوماري، هغوی اته کړي، یعنې هغه ماین پاکوونکي چې اوس کار کوي له په ځلونو ډېرو ته اړتیا ده.»

په دې ناسته کې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام مسوول وايي، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د ماین پاکۍ د پروګرامونو له لارې ۳۵۰۰ کیلومتره سيمې له ماينونو پاکې شوې سیمې او ۱۲۰۰ کیلومتره شکمنې سيمې بېړنۍ تصفيې ته اړتيا لري.

د هیلو ټرسټ موسسې استازی په دې غونډه کې وايي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې ۸۶۴ کسان د ناچاودو ماینونو د چاودنې له امله قرباني شوي دي.

د هیلو ټرسټ موسسې استازی فرید همایون څرګندوي:«په ۲۰۲۲ کال کې زموږ کابو ۸۶۴ تنه د ماینونو د چاودنې په پایله کې قرباني شوي دي چې له دې منځه ۴۱۱ تنه شهید او ۴۵۳ تنه نور هم ټپیان شوي دي.»     

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د ناچاودو ماینونو ډیری پیښې په هغو سیمو کې رامنځته کېږي، چې خلک يې زړې اوسپنې د پلور لپاره راټولوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۵۰ ټنه ناچاوده توکي د اوسپنې د ويلې کولو د فابريکو له لوري اخيستل شوي دي.

د ماين قرباني محمد صادق وايي:«هغه وخت مې ژوند ډېر ښه و. اوس چې وخت تېرېږي، ژوند هم خرابېږي. زما پښه هم بیاځلې عملیات شوه.»

د ماین پاکۍ موسسې کارکوونکی احمد ضیاء څرګندوي:«زموږ معاشونه کم شوي. پخوانۍ پیسې نه دي پاتې. هغه پیسې چې زموږ دفتر سپما کړې دي، له هغې موږ ته معاش راکوي.» 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ماینونو د پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې جګړې، ماینونه او چاودیدونکي توکي په میراث پریږدي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې نږدې ۵۷ زره ملکي وګړي په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله چې له جګړې څخه پاتې دي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه