Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار ته د اسلامي امارت د ویاند د دفتر د یوې برخې لېږدول

د اسلامي امارت د ویاند د دفتر یوه برخه کندهار ولایت ته لېږدول شوې ده.

ذبيح الله مجاهد کندهار ته د خپل کاري دفتر د يوې برخې د لېږدولو موخه د اسلامي امارت له مشر سره د ليدنو او ملاقاتونو تنظیمول، د غونډو جوړول او د سرپرست حکومت د دريځونو اعلانول بولي.

خو ښاغلی مجاهد زیاتوي چې مرستیالان به یې خپل کار له کابله مخ ته بوځي.

ذبيح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«د دفتر یوه برخه مو د کارونو په خاطر کندهار ته لېږدولې ده. یو لازمي او اړین کار و او ان‌شالله په کابل کې هم زموږ د دفتر یو ستره برخه شته، مرستیالان صاحبان به وي. ښايي یوازې زه به ډېری وخت په کندهار کې وم. دا هماغه د مشرتابه اړتیا وه چې باید ورسره نږدې ووسوم.» 

د چارو شنونکي هم کندهار د سرپرست حکومت د بنسټیزو پرېکړو ځای بولي.

د سياسي چارو شنوونکی سليم کارکر وايي:«اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال له وري میاشتې راهیسې نندارې ته وړاندې کړه چې د ځواک او پرېکړو مرکز اصلاً په کندهار کې دی او هغه کابینه چې په کابل کې ده، تر ډېره د هغو فرمانونو اجرايي رول لوبوي چې له کندهاره صادرېږي.»

د سياسي چارو بل شنونکی نجيب الله جامع هم څرګندوي:«د دې سربېره چې کندهار، کابل او پېښور له تاریخي پلوه د افغانستان سیاسي پلازمېنې وې؛ خو اوس کندهار ته د اسلامي امارت د ویاندویانو لېږد، ښايي یوه موقتي کړنه وي.»

که څه هم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د کابينې غونډې په ارګ کې جوړېږي؛ خو د یو شمېر شنونکو په باور ځينې مهمې غونډې، ليدنې کتنې او پرېکړې بیا په کندهار کې ترسره کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه