Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې له کاره د ښځو راګرځولو وروسته امنیت شورا ناسته کوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې په افغانستان کې د ښځو د کار په اړه د امنیت شورا د غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.

دا ناسته په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو په اړوند دفترونو کې له کاره د ښځو له منع کېدو وروسته بلل شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ وايي: «موږ دې موضوع ته د ځواب لپاره د شورا له نورو غړو او همداراز د ملګرو ملتونو له لوی منشي سره کار کوو. موږ نه‌شو کولای هغوی ته د دې اجازه ورکړو چې له ښځو د ملاتړ لپاره ښځې محدودې کړي.»

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو استازې هم په یوه ټویټ کې لیکلي، په ملګرو ملتونو کې یې د جاپان له استازي سره یو ځای د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په تړاو غیر علني غونډه راوبولي او په افغانستان کې د یوناما له مشرې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو په تړاو راپور واوري.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبه وايي: «ما په ملګرو ملتونو کې د جاپان له همکار سره یو ځای د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې تر سبا د افغانستان د وضعیت په تړاو غیر علني غونډه راوبولي، څو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو د کار د ممنوعیت په تړاو د ورکړ شوي راپور په اړه واورو.»

خو دغه غونډه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړوندو دفترونو د ښځینه کارکوونکو د برخلیک په تړاو څه ګټه وکړي؟

د سیاسي چارو یو بل سلیم کاکړ زیاتوي: «زه فکر نه کوم چې د ملګرو ملتونو ناستو پایلې د اسلامي امارت پر پرېکړو ګټورې اغېزې ولري، ځکه چې ملګري ملتونه نه امارت په رسمیت پېژني او نه یې ورته څوکۍ سپارلې ده.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغان‌یار وايي: «اوس‌مهال چې فعلي حاکمیت، امارت له نړیوال سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی، دغه کولای شي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن رامنځ‌ته کړي.»

د ملګرو ملتونو ویاند د سه‌شنبې په ورځ ناوخته وویل، ملګري ملتونه به د چهار شنبې په ورځ د دې نوې پرېکړې د بدو پایلو په تړاو د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت مسوولانو سره خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو استازې هم په یوه ټویټ کې لیکلي، په ملګرو ملتونو کې یې د جاپان له استازي سره یو ځای د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په تړاو غیر علني غونډه راوبولي.

تصویر بندانگشتی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې په افغانستان کې د ښځو د کار په اړه د امنیت شورا د غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.

دا ناسته په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو په اړوند دفترونو کې له کاره د ښځو له منع کېدو وروسته بلل شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ وايي: «موږ دې موضوع ته د ځواب لپاره د شورا له نورو غړو او همداراز د ملګرو ملتونو له لوی منشي سره کار کوو. موږ نه‌شو کولای هغوی ته د دې اجازه ورکړو چې له ښځو د ملاتړ لپاره ښځې محدودې کړي.»

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو استازې هم په یوه ټویټ کې لیکلي، په ملګرو ملتونو کې یې د جاپان له استازي سره یو ځای د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په تړاو غیر علني غونډه راوبولي او په افغانستان کې د یوناما له مشرې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو په تړاو راپور واوري.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبه وايي: «ما په ملګرو ملتونو کې د جاپان له همکار سره یو ځای د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې تر سبا د افغانستان د وضعیت په تړاو غیر علني غونډه راوبولي، څو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو د کار د ممنوعیت په تړاو د ورکړ شوي راپور په اړه واورو.»

خو دغه غونډه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړوندو دفترونو د ښځینه کارکوونکو د برخلیک په تړاو څه ګټه وکړي؟

د سیاسي چارو یو بل سلیم کاکړ زیاتوي: «زه فکر نه کوم چې د ملګرو ملتونو ناستو پایلې د اسلامي امارت پر پرېکړو ګټورې اغېزې ولري، ځکه چې ملګري ملتونه نه امارت په رسمیت پېژني او نه یې ورته څوکۍ سپارلې ده.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغان‌یار وايي: «اوس‌مهال چې فعلي حاکمیت، امارت له نړیوال سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی، دغه کولای شي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن رامنځ‌ته کړي.»

د ملګرو ملتونو ویاند د سه‌شنبې په ورځ ناوخته وویل، ملګري ملتونه به د چهار شنبې په ورځ د دې نوې پرېکړې د بدو پایلو په تړاو د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت مسوولانو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه