Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له زندانونو د څه باندې دوه زرو افغان کډوالو خوشې کېدل

د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل وايي، له شپږو میاشتو راهیسې په‌دې هېواد کې له ۲۴۰۰ افغان بندیانو څه باندې دوه زره یې ازاد او خپل هېواد ته اړول شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د جمعې په ورځ څه باندې ۲۰۰ نور افغانان چې اوس د پاکستان له بندخونو ازاد شوي، بېرته هېواد ته واستول شي.

په ازاد شویو افغانانو کې څه باندې ۲۸۰ ماشومان هم شامل دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل سید عبدالجبار وايي: «د ۲۸۵ ماشومانو او ۲۲۱ ښځو په ګډون ۲۰۱۲ کډوال خوشې شوي او د چمن له لارې هېواد ته ستانه شوي.»

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د پاکستان په بند خونو کې د افغان بندیانو په شمېر کې ډېرښت راځي.

کډوال نظر خوږیاڼی وايي: «په پاکستان کې چې کوم زندانیان په جیلونو کې پراته دي، د دوی د نیولو مخه دې ونیول شي، د دوی تعداد ورځ تر بلې زیاتېږي او کموالی په‌کې نه راځي.»

کډواله مریم هاشمي وايي: «د پاکستان پولیس له کوم جرم پرته افغانان راټولوي، هر وخت چې یې زړه وشي، افغانان ځوروي.»

له دې سره سم، د افغان کډوالو په چارو کې ځينې فعالینې بیا له سرپرست حکومته غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي.

د کډوالو حقونو فعال اکبر سلیمان خېل وايي: «دلته چې کوم افغان ورونه له ۴۵ کلونو راهیسې مېشت دي، نیول کېږي او جېلونو ته وړل کېږي.»

د کډوالو حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي: «په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ډېری افغانان بېلابېلو هېوادونو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول. د دې کډوالۍ مسایل اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او امنیتي دي.»

د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان او ایران کې څه باندې اته مېلیونه افغانان شپې او ورځې تېروي او هر کله په یادو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د نا سم چلند په تړاو راپورونه خپرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه