Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ښځو د کار ممنوعیت په اړه د امنیت شورا د ناستې پای

په افغانستان کې له کاره د ښځو راګرځولو په تړاو د امنیت شورا له غونډې وروسته امریکا د سرپرست حکومت دغه وروستۍ پرېکړه له ټولنې د ښځو د حذف پر لور یو ګام بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنج‌شنې په ماښام په یوې غونډه کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په تړاو د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال  رابرټ ووډ وايي: «موږ په ښکاره توګه د طالبانو پر وروستي لارښود خواشینی یوو. موږ ګورو چې دا اقدام د طالبانو له‌خوا یوه بله هڅه ده چې په اصل کې له ټولنې د افغان ښځو او نجونو د اېستلو لپاره شوې ده. له همدې امله زموږ هیله دا ده چې په‌دې پړاو کې واحده شورا ولرو، څو په‌دې تړاو خبرې وکړو، ځکه چې موږ فکر کوو دا هغه څه دي چې وخت ته اړتیا لري.»

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نبنزیا وايي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د طالبانو د په رسميت پېژندلو په تړاو نه ده؛ بلکې بحث له بېلابېلو اړخونو د افغانستان د وضعیت په تړاو دی او یوازې د ښځو په وضعیت پورې نه محدودېږي؛ بلکې د مخدره توکو د قاچاق، ترهګرۍ، بشري مرستو او د افغانستان د پانګو د کنګلتیا په څېر موضوعات هغه پیچلي مسایل دي چې د څه باندې ۳۷ مېلیونه نفوس په لرلو سره د افغانستان د وضعیت ښودنه کوي او دا خلک له ټولو عواملو ځورېږي.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې هم وایي، د اسلامي امارت دا پرېکړه، د دوی له لوري د هغوی د رسمیت پېژندلې مساله لا ستونزمنوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې باربارا ووډوارډ وايي: «فکر کوم چې په ټول افغانستان کې به د یوه حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل خوار سخت وي. هغوی له ټولنې ښځې په بشپړ ډول اېستلې دي او دا ګام د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د منلو وړ لومړنی ګام نه‌دی، خو پوهېږو چې د رسمیت پېژندنې مساله د طالبانو لپاره مهمه ده.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وايي: «د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سیاست زغم او هڅوونکی و او پر طالبانو اړین فشار نه‌دی راوړل شوی.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «سرپرست حکومت یو ځل بیا څنډې ته شوی دی او د نړیوالو لپاره چې کوم شرایط لري، پلي به نه‌شي، په همدې خاطر باید د خبرو اترو له لارې باید تفاهم ته ورسېږي.»

تر دې وړاندې د ملګرو متلونو ویاند ویلي وو، د یوناما چارواکي د دغه سازمان په ادارو کې د ښځو پر کارکولو د بندیز په تړاو شفاهي سپارښتنه تر لاسه کړې ده، خو د اسلامي امارت ویاند د دې موضوع په غبرګون کې ټینګار کړی چې دا مساله یوازې په ننګرهار کې د ځینو ستونزو له امله رامنځ‌ته شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه