د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي، ځينو کسانو ته نه ښايي چې خلک بغاوت ته وهڅوي، ځکه په وینا یې دا د مسلمانانو په ګټه نهدی.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د دیني عالمو په ګډون یو شمېر څېرو په خپلو خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل ممنوعیت هېڅ اسلامي توجیه نهلري، خو د لوړو زده کړو وزارت په مشخصه توګه د چا نوم نه اخلي، خو وايي، خلک باید د بغاوت لور ته و نه هڅول شي.
د لوړوه زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: «دا اوس دغه تشویق چې دا خلکو ته ورکړ چې اطاعت پهکې نهشته، د دې نتیجه څه شوه؟ نتیجه یې دا شوله چې د دغه حکم په مقابل کې بغاوت ته اجازه ده؛ نو د نظام په مقابل کې چې بغاوت ته څوک راپاڅوې، تا مسلمانانو ته ګټه ورسوله؟ خیر دې ورسوه؟»
له دې سره-سره، یو شمېر نجونې زده کړیالانې یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې د تحصیل له دوامه یې محرومې نه کړي.
زهره هغه زدهکړیاله ده چې د کاج پر ښوونیز مرکز له خونړي بریده روغه وتلې ده.
هغه وایي، خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي او د کابل پوهنتون طب څانګې ته بریالۍ شوې ده، خو د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر تحصیل لګول شوي محدودیت له بې برخلیک حالت سره مخ کړې ده.
زدهکړیاله زهره وايي: «اوس د پوهنتونونو دروازې تړلې دي، دا ډېره ناهیلې کوونکې او ځورونکې ده، ځکه موږ دومره زیار او هڅه کړې ده چې پوهنتون ته لاړې شو، خو دروازې یې زموږ پر مخ تړلې دي.»
زده کوونکې زحل زیاتوي: «له امارته غواړو چې زموږ لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دوازې پرانیزي.»
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د نجونو زدهکړې د یوه هېواد لپاره مهمې بولي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې پرانېزي.
د کابل اوسېدونکی محمد اشرف زیاتوي: «د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل پهدې مانا دي چې موږ د یوې ټولنې د پرمختګ مخه نیسو.»
د کابل اوسېدونکی عیسی وايي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
تر دې وړاندې د مرکزي جهادي مدرسې استاد عبدالسمیع غزنوي ویلي وو، د ښځو عصرې زدهکړې جایز دي.
په دې اړه مو اندونه