Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو پر بې غورۍ او ناکره‌توب د یوه ډاکټر نیوکه

یو ډاکټر چې د ځينو رسنیو له خوا یې په ډزو د وژل کېدو خبر خپور کړی، د رسنیو پر بې غورۍ او ناکره توب نیوکه کوي.

دغه ډاکټر دادالله پارسا وايي چې ځینې رسنۍ له دې پرته چې دقت او غور وکړي یوه اوونۍ وړاندې د هغه د عکس له پورته کولو سره د هغه په هکله یې ناسم معلومات خپاره کړي او هغه یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ډاکټر دادالله پارسا وايي:«تصویر يې زما د فېسبوک له پروفایل څخه اخیستی و او بیا رسنیو په ټویټرونو کې خپور کړی و، چې طالبانو د کابل - پروان په لار کې یو نظامي ډاکټر وژلی، چې دا راپورونه ناسم دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین وايي، هغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت لري، لسګونه ناسم راپورونه يې خپاره کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین حیات الله مهاجر فراهي څرګندوي:«د ډاکټر صاحب دادالله موضوع د رسنیو د ناسمو راپورونو د لړیو یوه برخه ده او همدا راز هره ورځ په لسګونه ناسم خبرونه نشر وي.»

بل خوا ځينې خبریالان هم له رسنیو غواړي، چې د خبریالۍ اصولو ته ژمنې پاتې شي او د خبر په لیکنه کې دقت وکړي.

خبریال مصطفی شهریار وویل:«د خبریالۍ اصول باید رسنۍ مراعت کړي او کله چې راپور خپروي، نو باید پکې له پوره دقت څخه کار واخلي.»

بل خبریال ضیاالرحمن سباوون:«د خبرونو جوړولو او نشرولو کې باید دقت موجود وي او داسې نه شي، چې دقت د سرعت قرباني شي، ترڅو د ناسمو تبلیغاتو مخنیوی وشي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ټینګار کوي، چې رسنۍ باید له منفي او ګمراه کوونکو تبلیغاتو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه