Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په هکله د امریکايي سناټورانو اندېښنه

ځینې امریکايي سناټوران د افغانستان له خاورې د امریکا په وړاندې د ترهګریزو ګواښو په هکله اندېښمن دي.
 
امریکایي سناټور لیندسي ګراهام له فاکس نیوز سره په مرکه کې د اوسني افغان حکومت پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت پر تګلارې نیوکه کوي او وایي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو د دغه هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښ زیات کړی دی.
 
ښاغلی ګراهام پر دې باور دی، چې جوبایډن په خپلې تګلارې سره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې تکرار ته لار هواره کړې ده.
 
امریکایی سناټور لیندسي ګراهام وايي:«که موږ خپلې تګلارې بدلې نه کړو، دا یوازې د وخت مسئله ده، چې د سپټمبر د یوولسمې بله پېښه وشي. زما نظر د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د بایډن لخوا پېښ شوي دي، دا دی چې هغه د سپټمبر د یوولسمې پېښې ته ورته د یوې بلې هغې لپاره لار هواره کړې ده.»
 
بل خوا، یو بل امریکایی سناټور د افغانستان اوسنۍ وضعت د دوحې د نیمګړي بهیر پایله ګڼي.
         
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی بن کاردین وايي:«زه فکر کوم چې تر ټولو لویه تېروتنه د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې او په داسې یوه اړخیزه توګه وتل و، چې د لار په اوږدو کې یې موږ ته د امریکا له ګټو د ساتنې توان را نه کړ.»
 
خو د اسلامي امارت ویاند د دغو ادعاوو په ردولو سره وایي، چې د امریکا ځينې سیاسي څېرې د خپلو شخصي ګټو په پار د جګړې د اور بلېدل غواړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ دا ردوو او په دې هکله هم باید معلومات ولرو چې په امریکا کې ځينو سیاستوالانو د جګړې ملاتړ ځکه کاوه چې په خپله یې له جنګي سرچینو ناوړه استفاده کوله.»
 
اخوا، د نظامي او سیاسي چارو شنونکي په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
 
د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وویل:«د دغو شبکو له خوا امریکا او په ناټو او اروپايي ټولنه کې د امریکا ډېرو پیاوړو متحدانو ته ګواښ په ډېره ټيټه کچه کې دی. دا چې امریکايي چارواکي او سناټوران اندېښنه څرګندوي د اغراق په کچه کې ده.»
د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمد خېل هم څرګنده کړه:«دښمن یو دی. دا ګډه مبارزه غواړي. باید خپل استخباراتي معلومات د اسلامي امارت له دولت سره یوځای کړي او ګډه مبارزه شروع کړي.»
 
دا په داسې ده، چې اسلامي امارت تل د نړۍ د هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی دی.

بل خوا، یو بل امریکایی سناټور بن کاردین د افغانستان اوسنۍ وضعت د دوحې د نیمګړي بهیر پایله ګڼي.

شریک یي کړئ