Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اورګاډي پر مټ ۱۴۰۱ کال کې د سوداګریزو مبادلاتو غوړېدل

د هېواد د وسپنې پټلۍ اداره د هېواد د اورګاډو له لارې د لېږد رالېږد له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې تېر کال (۱۴۰۱) د هرات، اقینې، او تورغونډۍ بندرونو له لارې څه باندې ۴٫۶ مېلیون ټنه توکي لېږدول شوي وي. چې د ۱۴۰۰ لمریز کال پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالي ښيي.

د دې ادارې ویاند زیاتوي، چې د دغو توکو ۴٫۴ مېلیونه ټنه وارداتي توکي وو.

د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي:«همدارنګه په همدغې مودې کې، په ټولیزه توګه ۴ مېلیون او ۴۰۷ زره او ۸۳۴ مېټریک ټنه واردات شوي دي. دغه واردات د منځنۍ اسیا له هېوادونو افغانستان ته شوي دي. چې لویه برخه یې نفتي مواد او خوراکي توکي دي.»

بل خوا، د وسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د وسپنې پټلۍ له لارې درې مېلیارده افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.

د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت الرحمن شرافت څرګندوي:«تېر کال چې زموږ کوم عواید وو، هغه ۲٫۶ مېلیارده وو، خو سږکال ۳٫۱ عوایدو لرو چې د دولت خزانې ته مو تحویل کړي دي. د تېر کال پرتله زموږ په عوایدو کې ۲۲سلنه ډېروالی لرو.»

اخوا، د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وایي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي او دویم فاز د جوړېدو چارې او د اندخوی او شبرغان د وسپنې پټلۍ د ډیزان او جوړېدو چارې به بشپړې شي.

د وسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباقي صدیقي وايي:«دغه دوه پروژې به د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې او همدارنګه د اسلامي امارت د کابنیې د ۱۴۰۱ کال د ۲۶ پرېکړې پر بنسټ د مزارشریف، جوزجان، فاریاب، بادغیس تر هراته د وسپنې پټلۍ د ملي پروژې په توګه په ازمایښتي توګه پېلېږي.»

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د درېیمې برخې دوه تړونونه عملي شوي دي او تمه کېږي، چې تر راتلونکو اوونیو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

بل خوا، د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت الرحمن شرافت وایي، چې د وسپنې پټلۍ له لارې درې مېلیارده افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه