Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال پروګرام: په بیړنۍ توګه ۸۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لرو

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۸۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لرو.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په دې هڅه کې دي، چې په دغه بنسټ کې د ښځو پر کارکولو د بندیز ستونزه حل کړي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند وحید اماني څرګندوي:«د خوړو نړۍوال پروګرام په بیړنۍ توګه ۸۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري چې وکړای شي په راتلوونکو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې له اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. که چېرې په وخت دغه مرستې ترلاسه نه شي، په افغانستان کې به بشري وضعیت لا خراب شي.»

بل خوا، اقتصاد وزارت د نړۍوالې ټولنې د مرستو دوام د هېواد د اقتصادي ناورین د کمېدو لپاره مهم بولي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«له نړۍوالې ټولنې له هغې ډلې له ملګرو ملتونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خلکو سره مرستې همدارنګه دوام ولري او دغه مرستې یوازې بشرپاله اړخ ونه لري بلکې پراختیايي او پر مختیايي بڼه هم ولري.»

بلخوا، ځينې هېوادوال د بشري مرستو د وېش پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې د هېڅ بهیر له مرستو برخمن شوي نه دي.

فریبا چې د اتو بچیانو مور او د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه پيدا کوونکې ده، طلوع‌نیوز ته وايي:«د ژوند ټولې ستونزې پر ما دي. د کور ګټیالۍ په خپله یم. که یې پښه پټه کړم سر یې لوڅېږي، که چېرې نس یې موړ کړم، سر یې لوڅېږي»

بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په روان لمریز کال کې د ځینو بنسټونو مرستې د پام وړ کمې شوې دي.

د کابل اوسېدونکي حاجي محمد نذیر وویل:«درې میاشتې کېږي چې دغې سیمې ته هېڅ شی هم نه دي راغلي او که چېرې راغلل، هغه مرستې چې په ۲۰ او ۳۰ کورونو کې مثلاً درې یا څلورو تنو اخیستي، دا بسنه نه کوي.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام ارزونې ښيي، چې په افغانستان کې شپږ مېلیون تنه د قحطۍ په درشل کې دي او شل مېلیونه نور په یوې ورځ کې د درې څاښته خوړو د برابرولو وس نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه