Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي او د بېلابېلو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي.

په افغانستان کې د دې سازمان سفیر وایي، د یاد سازمان دفتر به د ښځو د کار بندیز د حلېدو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي او ښځو ته باید د اسلام په چوکاټ کې د کار زمینه برابره شي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې افغان ولس ته د مرستو رسونې په تړاو هم د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش وايي: «زموږ ځانګړي استازي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنو کې د بیلابیلو موضوعګانو او په ځانګړې توګه د پراختیايي او اقتصادي چارو، روغتیا او ښوونې او روزنې په تړاو بحثونه کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دفتر په دوامداره توګه له چارواکو سره پر دغې موضوع خبرې کړي او زموږ دفتر دغه فرمان غندلی او غوښتي یې دي چې، ښځو ته د کارکولو داسې زمینه برابري کړي چې، د اسلام او افغاني ثقافت خلاف نه‌وي.»

له بل لوري د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان به د خپلو بشري مرستو دویمه بسته د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ په شپږو ولایتونو کې پر ۱۱ زره کورنیو وویشي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بشري مرستو مسوول توفیق احمد وايي: «دغه مواد ۶۲ کیلوګرامه وزن لري او په‌کې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره او خرما شامل دي او موږ هڅې کوو چې نورې مرستې هم وکړو.»

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له څه باندې ۲۰۰ زره کورنیو سره مرستې شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو مسوول محمد صالح اخندزاده وايي: «ډېری خلک مرستو ته اړتیا لري چې باید مرستې ورسره وشي او رسنۍ ډېرې پوهېږي او وضعیت څاري، تجربه او څېړنه کوي، په ټوله کې ویلای شو چې په لوړه کچه اړتیاوې شته.»

تر دې مخکې هم د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د هېواد په پنځو ولایتونو کې له ۲۸۰ زره کسانو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته کړې وه. بل لور ته، دغه سازمان په پام کې لري چې په شپږو ولایتونو کې ۱۱ زره کورنیو ته خوراکي توکي وویشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه