تېرو دریو میاشتو راهیسې څه باندې درې زره افغانان چې په ناقانونه توګه تر ترکیې رسېدلي وو، بېرته هېواد ته راګرځول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، د روان کال په دریو میاشتو کې له ترکیې څخه څه باندې لس زره کسان ویستل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې نږدې زر افغانان خپل هېواد ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ د مدیریت ادارې د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «په شلو چارټر الوتکو کې ۳۲۷۷ افغانان او ۶۹۸۴ نور کسان له وړاندې په ټاکل شویو بهرنیو الوتنو کې خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شوي دي. د ټولو بهرنیانو په ګډون د ستانه کړای شویو کډوالو شمېر ۳۰۵۲۷ تنو ته رسېږي چې له دې منځه د ۱۸۰۲۰ تنو ناقانونه کډوالو پر دوسیو کار روان دی.»
له بل لوري هغه افغانان چې له ترکیې بېرته راګرځول شوي، په هغه هېواد کې د ترکي نظامیانو له بد چلنده شکایت لري.
په ترکیه کې د افغانستان د ټولنو فدراسیون رییس عزتالله سادات وايي: «هغو کسانو چې د افغانستان پخواني حکومت کې کار کړی یا ملکي کارکوونکی او خبریال وي، د ترکیې د کډوالو ادارې له لوري یې اسناد څېړل کېږي، هغوی له ډیپورټېږي، خو عادي خلک په عادي ډول ډيپورټېږي.»
په ترکیه کې افغان خبریال معاذالله سلطان اوغلو پهدې اړه وايي: «د افغان د کډوالو ویستل هره ورځ زیاتېږي، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له دې هېواده ویستل کېږي او هغه کډوال چې دلته ژوند کوي، په ناوړه وضعیت کې دي.»
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وایي، د کډوالو د اېستلو بهیر باید له ځورنې پرته تر سره شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «له هېواده باستلو کې باید ورسره مرسته وشي او باید په داسې طریقه وایستل شي چې هغوی ته زیان و نه رسېږي، خو که هېواد ته هم راګرځول کېږي، اسلامي امارت یې هېواد ته راګرځول غوره ګڼي.»
د کار د زمینې نشتوالی او ناوړه اقتصادي وضعیت له هېواده بهر ته د یو شمېر ځوانانو د تلو لامل ګڼل کېږي.
د کډوالو چارو کارپوه اصفه ستانکزۍ وايي: «د کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نیکو ډېپلوماټیکو جوړولو ته اړتیا ده او پهدې سره ښايي دواړه خواوې د مناسبو طرحو په عملي کولو سره د کډوالو وضعیت د جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلي.»
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي، په ترکیه کې تر دېرش زرو پنځه سوو زیات ناقانونه کډوال پېژندل شوي دي او پهدې لړ کې خپلو هېوادونو ته د لېږد لپاره د اتلس زره پناه غوښتونکو پر دوسیو کار روان دی.
په دې اړه مو اندونه