Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصادي اړیکو د ښه‌والي په پار کابل ته د قزاقستاني جګپوړي پلاوي سفر

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او پیوستون وزیر د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو د ښه‌والي په پار کابل ته راغلی دی.
 
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د شنبې په ورځ له جګپوړي قزاقستاني پلاوي سره درې مېلیارډ ډالرو ته د راکړو ورکړو د زیاتېدو، ټرانسپورټي بیخ بنسټونو او وسپنې پټلۍ د جوړېدو او پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو له قزاقستاني پلاوي سره، د وېزې د صادرېدو د اسانه کولو، د راکړو ورکړو د زیاتېدو، پانګونې، د سوداګرۍ د ګډې خونې د رامنځته کولو، د هوایي دهلیز د رامنځته کولو او د نندارتونونو د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او صنعت د عامه اړیکو رییس جواد دبیر وايي:«تر درې مېلیارد ډالرو پورې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د کچې لوړېدو، د وسپنې پټلۍ د بیخ‌بناوو جوړېدو، سوداګرۍ او پانګونې، د سوداګر لپاره د ویزې صادرېدل او د نندارتونونو پر جوړېدو خبرې اترې شوې دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د قزاقستان رول مهم ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وویل:«قزاقستان اړتیا لري چې له سوېلي اسیا سره خپلې اړیکې ټينګې کړي. د اړیکې یوازینۍ لار یې د افغانستان له ټرانزیټي لارې څخه ده.»

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ژمنه کړې، هېواد یې چمتو دی چې افغان سوداګرو ته دېرش ورځنۍ وېزه ورکړي.

بل خوا، بهرنیو چارو وزرات په یو لړ ټوېټونو کې له قزاقستاني پلاوي سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د کتنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي ویلي دي، چې په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه شته چې قزاقي سوداګر ترې ګټه پورته کولای شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز ویلي دي، چې په وروستي یوه کال کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ کچه ۹۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه