د اپرېل شپاړسمه په هېواد کې د ارمان راډیو د خپرونې د دویمې لسیزې له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
دوه لسیزې مخکې ارمان راډیو په کابل کې په فعالیت پيل وکړ، د ښځو او نرینهوو یوې ډلې، په دغې راډیو کې بېلابېلې خپرونې مخته بیولې.
د دغه راډیو ځينې کارکوونکي وايي چې له کابل وروسته د ارمان راډيو فعالیت په ټول هېواد کې پراختیا وموندله.
ارمان راډیو مسوول منصور موحد په دې هکله وايي:«د ارمان راډیو له پيدایښته شل کاله تېر شول او په دې کې شک نشته چې په تېرو شلو کلونو کې د ارمان راډيو زېږدون کولای شم چې ووایم یو مهمه چاره او حتا یو کلتوري بدلون دی.»
د پېښو پر وخت اطلاع رسونې، په رنګارنګ پروګرامونو سره د تفریح رامنځته کولو او روزنیزو پروګرامونو ارمان راډیو په خلکو کې مشهوره کړې ده.
یو هېوادوال په دې هکله وايي:«طبعاً اغېزه کوي د خلکو پر کړو وړو او ویلو، د ټولنې په ذهنیت جوړونې، د ټولنې په بیارغونې او د خلکو د افکارو په بیارغونې ځانګړې اغېزه لري.»
د ارمان راډیو یو شمېر کارکوونکي له حکومته غواړي چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د غږېزو رسنیو د پیاوړتیا په برخه کې جدي اقدام وکړي.
د ارمان راډیو کارکوونکی احمد شاه وویل:«مخکې ارمان راډیو یوه تفریحي او د بوختیاوو راډیو وه او اوس ارمان افام کلتوري پروګرامونه لري چې له تېرو پروګرامونو سره ډېر توپير لري.»
ویانده فرحین وايي:«هغه محدودیتونه چې د اطلاع رسونې او بیان ازادۍ په وړاندې موجود دي سانسور شمېرل کېږي او باید له منځه ولاړه شي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې اوسمهال په هېواد کې ۱۹۳راډیوګانې فعالې دي او څلوېښت راډیو ګانې د اقتصادي ستونزو له امله له فعالیته پاتې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل:«ځينې راډيويي رسنۍ چې له ۴۰ کمې رسنۍ وې، اقتصادي وضعیت یې ښه نه وو او اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب وو، چې دا د دې لامل شو چې هغوی سقوط وکړي.»
سره له دې چې ټلوېزیون او ټولنیزو رسنیو د غږیزو رسنیو محبوبیت کم کړی دی، خو ارمان راډیو د اغېزناکو پروګرامونو په وړاندې کولو سره لاهم د یوې معتبرې غږېزې راډيو په توګه پاتې ده.
په دې اړه مو اندونه