د پوهنې وزارت په یوه لیک کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د نادولتي ښوونیزو بنسټونو فعالیتونه تر امر ثاني پورې ځنډولي دي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند طلوع نیوز ته تاییدوي چې دغه پرېکړه د ښوونیزو ادارو د فعالیتونو او پروژو د ارزونې په موخه شوې ده.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل وايي:«هېڅ د تشویش وړ خبره نه ده؛ خو بیا هم په مرکز کابل کې خبره ورسره روانه ده، له یادو موسساتو سره، له دوی سره به خبره حل شي. د تشویش وړ خبره نه ده، ځکه چې دا صنفونه د ۵۰۰، ۴۵۰۰ شاوخوا کې دي.»
د یوه ښوونیز بنسټ مسوول فضل صابري وویل:«د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې زموږ فعالیت، له بده مرغه، ملګرو ملتونو یا هغو بنسټونو چې ملاتړ یې کاوه، د فعالیت له درېدو سره ودرېد.»
ځيني سرچینې وایي، چې ځينو موسسو د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې هغو نجونو او هلکانو ته چې له زدهکړو محروم وو، ځایي ټولګي جوړ کړي دي.
بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې ۱۷۸موسسې چې ۶۰ یې بهرنۍ دي، په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«په ټول کې ۴۹۳ کورنۍ او بهرنۍ موسسو د ۲۰۲۳ کال لپاره په اوو سکټورونو کې د خپلو اړوندو پروژو واحده بودیجه د اقتصاد وزارت په سیسټم کې ثبت کړې ده. له هغې ډلې ۱۷۸ غیر دولتي موسسې چې ۱۱۸ یې کورنۍ او ۶۰ بهرنۍ موسسې دي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونې او روزنې په سکټور کې فعالیت کوي.»
بل خوا، دینا چې په نوي لمریز کال کې اتم ټولګي ته بریالۍ شوې ده، له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
زده کوونکې دینا وايي:«موږ هیله کوو چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې پرانیزي، ځکه چې موږ درس ووایوو او علم د دې لامل کېږي چې زموږ هېواد پرمختګ او ترقي وکړي.»
تر دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف اعلان کړی، چې په ټول افغانسان کې یې د څلور مېلیونه ماشومانو لپاره چې نیمایي یې نجونې دي، ځایي ټولګي جوړ کړي دي.