Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کنعاني: د افغانستان په وړاندې د ایران بهرنی سیاست اصولي او روښانه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، په یوې خبري ناسته کې ویلي چې تهران په افغانستان کې له پراخ‌بنسټه حکومت، سولې او ټیکاو ملاتړ کوي.

ښاغلی کنعاني، د افغانستان په وړاندې د ایران بهرنی سیاست اصولي، روښانه او بې تناقضه ګڼي او زیاتوي چې هېواد یې په افغانستان کې د بهرنیو لوبغاړو له بیاحضور سره مخالف دی.

ناصر کنعاني خبریالانو ته وویل:«د افغانستان په هکله د ایران اسلامي مجمهوري سیاست نه دوګونی دی او نه نیمګړتیا لري. په بشپړه توګه روښانه دی.»

ایران له بېجینګ یوه اوونۍ وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تګلاره څرګنده کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د ټولو قومونو د استازو په حضور سره د ټولګډونه حکومت جوړېدل غواړي، په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د بهرنیو لوبغاړو د لوبېدو او د بهرنیانو د لاسوهنې مخالف دی او د نشه یي توکو د تولید پروړاندې د مبارزې غوښتونکی دی.

ښاغلي کنعاني زیاته کړه، تهران به د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د پام اړولو لپاره د یوه واحد لیدلوري د رامنځته کولو په موخه له سرپرست حکومت سره دوه اړخیزې او د سیمې له هېوادونو سره څو اړخیزې غونډې په جدي توګه تعقیب کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:«د افغانستان د شرایطو د ښه‌والي لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو یوه برخه، په دغه هېواد کې د امنیتي شرایطو تثبیت او د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کېدل دي. چې د ایران اسلامي جمهوریت دا د سیمې او څو اړخیزو ناستو په چوکاټ کې په جدیت او مسوولانه توګه تعقیب وي.»

بل خوا، اسلامي امارت وایي، چې تهران باید له کابل سره خپلې اقتصادي او ډيپلوماټيکې همکارۍ د عمل په ډګر کې وښيي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت په خپلو اصولو او ژمنو ولاړ دی او همدارنګه موږ نه غواړو چې افغانستان نور بې‌ثباته وي. لېر او نږدې هېوادونو ته مو دا پيغام ورکړی دی چې افغانستان امن شوی او دا امن همکارۍ ته اړتیا لري او د سیمې د ثبات لپاره هم مهم او ګټور دی.»

پر دې سربېره، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هلمند د سیند د اوبو حقابه د دواړو هېوادونو یوه مهمه مسأله ګڼي او وایي، چې د اوسني حکومت له لوري ددې مسألې تعقیبول او په تړاو یې ګام پورته کول د ایران یوه غوښتنه ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه