Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د پاکستان له شارژدافیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لیده کاته

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي کابل ته د عبیدالرحمن نظاماني بېرته راتلل، د کابل او اسلام اباد د ډپيلوماټيکو اړیکو په ښه‌والي کې به مثبت اغېز ولري.

امیرخان متقي په دغې لیدنه کې له عبیدالرحمن نظاماني وغوښتل چې د پاکستان په بندخونو کې د افغان بندیانو په خلاصون کې کوښښ وکړي او همدارنګه هېوادوالو ته د ویزې په صادرلو کې روڼتیا او اسانتیا رامنځته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې په هکله لیکلي:«ښاغلي عبيدالرحمن نظاماني هم هيله څرګنده کړه چې بېرته ستنېدو سره به يې د دواړو هېوادونو اړيکو کې ښه والی راشي او زياته يې کړه چې سفارت به يې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سره په ګډه د ویزو د تسهیل پر يوه ميکانيزم کار وکړي.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«که‌چېرې سفارت پرانیستی وي، هم د پاکستان او هم د افغانستان لپاره ښه دی.»

له دې سره سم، یو شمېر کابل مېشتي د پاکستان د ویزې اخیستنې په برخه کې د شته ستونزو له امله شکایت لري. دوی وايي، د ډېرو پیسو په ورکړې سره د پاکستان ویزه ترلاسه کولی شي.
 
د کابل اوسېدونکي احمد ساحل وویل:«د ویزو اخیستو غوښتنه چې کوو موږ ته مشخصه او څرګنده نېټه نه راکوي. زموږ کار په سمه توګه مخته نه بیايي، مثلاً هغه پیسې چې تاسې باید پرې کړئ، په کره توګه نه وايي چې څومره دي. د کمېشن‌کرانو په واسطه کار مخته ځي.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد خالد هم وايي:«موږ د خپل او پاکستان له دولته غواړو چې د دغو ستونزو په حل کې جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، اسلام اباد باید له کابل سره په هره برخه کې په تعامل کې رېښتینی وي.

نږدې ۵ میاشتې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته پاکستان ته تللی وو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه