دوه مرستندویه بنسټونو د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له څلور زره زیاتو کارکوونکو او اړمنو سر د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه بنسټ مسوولین وايي، د دغو مرستو ټول ارزښت ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
د خیریه بنسټ غړی محمد کامران وايي:«د تنظیف له ۳ زره او ۳۰۰ کورنیو سره چې شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دي، تر پوښښ لاندې راوستل چې درې قلمه خوراکي توکي چې په کې اوړه، غوړ او وریجې شامل دي.»
له دې سره سم، د تنظیف ریاست کارکوونکي له نورو مرستندویانو هم غواړي چې، ورسره مرستې وکړي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف د برخې کار کوونکي محیبالله وویل:«سوداګر دې له موږ سره مرسته وکړي ډېره ښه ده. له هغوی خوشحاله کېږو، له هغوی مننه کوو.»
د کابل ښاروالۍ د تنظیف د برخې بل کار کوونکي فرید هم وايي:«زموږ غوښتنه همدا ده چې د بېوزلو خلکو لاس دې ونیسي.»
له دې سره هممهاله، یوه بل خیریه بنسټ هم په کابل کې پر ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو یوه اندازه خوراکي توکي ووېشل.
د خیریه بنسټ غړی کاظم څرګندوي:«زر کڅوړې خوراکي توکي یتیمانو، د شهیدانو، معلولینو او معیوبینو له کورنیو سره په پام کې نیول شوي دي.»
اړمنه عزیزه وايي:«سوداګرو ته زما پيغام دا دی چې د بېوزلو خلکو لاسنیوی دې وکړي.»
بله اړمنه فیروزه هم څرګندوي:«دننه په کور او له بهره باید د افغانستان له خلکو سره همکاري ولري.»
د ویلو ده چې، ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۲۸ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه