Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش په اړه د واشنګټن پوسټ راپور رد کړ

واشنګټن پوسټ په یوه خپور شوي راپور کې ادعا کړې چې افغانستان د داعش ډلې لپاره د همغږۍ مهم مرکز ګرځېدلی دی.

د پنټاګون د اطلاعاتو له مخې چې واشنګټن ته رسېدلي دي، د داعش ډله هڅه کوي چې سفارتخونې، کلیساګانې، سوداګریز مرکزونه او د فوټبال د نړۍوال جام سیمې په نښه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د پنټاګون چارواکي د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش د مشرانو له نهو توطیو خبر وو او دغه شمېر بیا تر فبرورۍ میاشتې ۱۵ ته ورسېده.

د واشنګټن پوسټ د موندنو په یوې برخه کې راغلي: «داعش د بهرنیو عملیاتو د پراخولو په حال کې دی او له افغانستانه بهر پر بهرنیو سرچینو، په هدف وړ هېوادونو کې پر عملیاتي عواملو او پراخو تسهیل کوونکو شبکو تکیه دی.»

خو اسلامي امارت بیا د واشنګټن پوسټ د دغه راپور په غبرګون کې وايي، داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌لري او په وینا یې دغه ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «د واشنګټن پوسټ راپور په افغانستان کې په شته عیني واقعیتونو ولاړ نه‌دی، دا هغه راپورونه دي چې یوازې د خپل میل مطابق دي، د مېز تر شا لیکل کېږي، حقیقت دا دی چې په افغانستان کې داعش فزیکي حضور نه‌لري، لکه څنګه چې یې د اشغال په وخت کې درلود.»           

د چارو ځينې شنونکي بیا وايي، داعش ډله باید په هېواد کې په بشپړه توګه لمنځه یوړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وايي: «په افغانستان کې د دغو ډلو مخ پر زیاتیدونکي حضور او فعالیت چې وروستۍ موخه یې زموږ ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا ته رسېدل دي، نه یوازې په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ لامل کېږي؛ بلکې ګاونډي هېوادونه هم بې‌ثباته کوي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه نجیب‌الله جامع زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت تېر ۲۱ میاشتو حکومتولۍ وښودله چې نه یوازې د افغانستان دننه داسې خاص امنیتي تهدید چې د سیمي او افغانستان منافع وګواښي، نه‌شته؛ بلکې په سیمه‌ییزه کچه د افغانستان خاوره د دوحې د هوکړې او افغاني دودونو پر اساس باندې د هېڅ هېواد پر ضد نه‌ده کارول شوې.»

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې په‌ وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د داعش پر وړاندې ګڼ عملیات شوي او په‌دې لړ کې د یادې ډلې څو مهم غړي هم وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه