Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمي خلیل‌زاد د اسلامي امارت د مشرتابه د اختریز پیغام یوه برخه وستایله

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د اسلامي امارت د مشر اختریز پیغام یوه برخه ستایلې ده.

د خلیل‌زاد په وینا، ډېری دیني عالمان د اسلامي امارت هغه پرېکړه چې د نجونو او ښځو له تعلیم او کار څخه منع ده، غیر عادلانه بولي.

زلمي خلیل‌زاد پر ټویټر لیکلي: «د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله د کوچني اختر په خطبه کې ویلي که هر هغه پرېکړه یې اسلامي نه‌وي؛ نو باید عملي نه‌شي. دغه چاره ډېره ښه ده. په‌دې ځای کې دوه مورده شته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او همداراز کار ته د ښځو نه پرېښودل.»

له بل لوري یو شمېر دیني عالمان وايي، د نجونو له لوري د عصري علومو زده‌کړه یوه اړتیا ده.

دیني عالم رحیم‌الله کشاف وايي: «د علم زده‌کړه پر هر مسلمان فرض ده، که موږ ښځه واقعاً مسلمانه ګڼو، پر هغې هم د علم زده‌کړه فرض ده.»

یو بل دیني عالم عبدالقادر قانت زیاتوي: «د اسلام مبین دین نر او ښځه د علم زده‌کړې ته اړ کړي، لکه څرنګه چې د علم زده‌کړو سړیو لپاره اړینه ده، همدا ډول د علم زده‌کړه د ښځو لپاره هم اړینه ده.»

له دې سره سم، د چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي، که له زده کړو او کاره د نجونو د منعه کېدو مساله وغځېږي؛ نو دغه چاره به د خلکو او اسلامي امارت تر منځ د واټن د رامنځ‌ته کېدو لامل هم شي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالصادق حمیدزوی وايي: «دې لړۍ په‌خپله یو سیاسي رنګ اخیستی دی، نو اوس واکمن دولت باید کوښښ وکړي چې څنګه دغه لړۍ له سیاسي رنګه لرې کړي او نور پرېنږدي چې د افغانانو خویندې او لوڼې چې له څو لسیزو راهیسي د هر تحول قرباني ګرځېدلي، نور ونه ګرځېږي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه کامران امان زیاتوي: «فکر نه کوم چې اسلامي امارت دې دومره ظالم وي او د بهرنیانو لپاره چې دوی په رسمیت وپېژني او پر خپل ملت دې دومره فشار راوړي، دا له ملته باج اخیستل دي او که ملت پوه شي، طبیعي ده چې واټن ترې اخلي او ملت او دولت تر منځ واټن رامنځ‌ته کېږي.»

د اسلامي امارت رهبر په یوه غږیز پیغام کې ویلي، که چېرې یې احکام د اسلام دین او شریعت مخالف وي؛ نو باید عملي نه‌شي، خو هغه په دې پیغام کې د نجونو د زد کړو او د ښځو د کار په تړاو څه نه‌دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه