د اسلامي امارت ویاند وايي چې اوس مهال حکومتولي د شرعي احکامو پر بنسټ مخته وړل کېږي او د اساسي قانون پر طرحې کار روان دی.
ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وایي چې سرپرست حکومت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی.
ښاغلي مجاهد وویل:«د قانون موضوعګانې هم مهمې دي او انشاالله پر هغه هم کار روان دی او کرار کرار یې په لوري روان یوو. خو هغه شیان چې په لومړیتوب کې دي، پر هغه تمرکز دی.»
د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین هم وايي:« یوه ملي وثیقه په هر نظام کې مرکزي ځایګی لری، یعنې د وګړۍ تکلیف او د نظام مسوولیت پر همدې مبنا استوار دی. د اساسي قانون نشتون، له شک پرته د نظام سیاسي ژوند له خطر سره مخ کوي.»
بل خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې اساسي قانون یوه اړتیا ګڼي.
حقوقپوه عبدالشکور دادرس وايي:«په یوې ټولنه کې اساسي قانون ته د هوا او اکسیجن په توګه اړتیا ده. د دې لپاره که نهوي، بېنظمي رامنځته کېږي، نظم خرابېږي. که چېرې نه وي هر چا چې هر څه وغوښتل کوي یې.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم څرګندوي:«د واکمنۍ لپاره د اساسي قانون شتون تر ټولو مهم اصل دی. نن چې دا تشته موجوده ده، هیله لرو چې د شریعت قانون پر بنسټ، اساسي قانون جوړ شي چې په ټولنه کې نابرابرۍ له منځه ولاړې شي.»
په مخکیني حکومت کې اساسي قانون ۱۶۲مادې او ۱۲ څپرکي لرل، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره دغه اساسي قانون د اسلامي امارت د مشر له لوري لغوه شو.