Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې ادعا؛ امریکا افغانستان کې وسله پرېښې چې سیمه ناامنه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې امریکا قصداً په افغانستان کې جنګي تجهیزات پرېښي چې په سیمه کې وضعیت ناامنه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا په یوه خبري غونډه کې وایي چې شونې ده په افغانستان کې پاتې شوي جنګي تهجیزات ترهګرو ډلو یا د جګړې ښکېلو لورو لاس ته ولوېږي.

مېرمن زاخاروا زیاتوي امریکا په افغانستان کې د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت جنګي تجهیزات په قصدي توګه پرېښي چې په سیمه کې د خپلو ګټو په موخه ترې کار واخلي.

نوموړې په دغې خبري غونډه کې وویل:«داسې برېښي، چې امریکایانو دا وسلې په قصدي ډول هلته پرېښودې او اوس د وضعیت د بې ثباته کولو په حال کې دي، ځکه چې کېدای شي دغه وسلې د ترهګرو لاس ته ورشي. که دا وسلې ډېر ژر په سیمه او نورو ځایونو کې تر شخړو لاندې سیمو ته ورسېږي موږ به حیران نه شو. په افغانستان او پاکستان کې اوسنی امنیتي کړکېچ، په سوېلي اسیا کې د لوېدیځ په ځانګړې توګه د ناټو د بې پروایۍ ښکاره نښه ده.»

خو د اسلامي امارت ویاند د ترهګرو ډلو لاس ته د وسلو د لوېدو په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې خبرې ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«هغه اندېښنه او تشویش چی مطرح شوی دی سم نه دی، هغوی ته ډاډ ورکوو هغه وسلې چې له امریکایانو پاتې دي، ټول یې ډيپو شوي او خوندي دي او د هېچا لاس ته نه لوېږي. ټول تر کنټرول لانډې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«د روسي ډيپلوماټانو پر خبرو سل په سلو کې اعتباري نه دي، رسنیزې دي. امریکا له وتلو مخکې خپلې عمده وسلې چې الوتکې وې، او درنې وسلې وې ټول یې د استفادې له وړتیا وغورځولې.»

له دې سره هم‌ مهاله، د امریکا مخکینی ولسمشر ډانالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وایي، چې امریکا په افغانستان کې اوه سوه زره میله پرمختللې وسله پرېښې ده.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندوي:«هغوی اوس‌مهال په نړۍ کې د وسلو دویم لوی پلورونکي دي. موږ هغوی ته نوي موټر، الوتکې او نوې وسلې ورکړې. ۷۰۰ زره وسلې او ټوپکونه، فکر وکړئ، ۷۰۰ زره. ښايي هغوی ۴۰ زرو ته اړتیا ولري، ښایي ان همدومره وسلو ته هم اړتیا ونه لري. نو هغوی یې پاتې پلوري او د ځان لپاره شتمني راټولوي. موږ هغه هلته پرېښودې.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي وایي چې سرپرست حکومت باید د وسلو د ساتنې او مراقبت لپاره، په سرحدونو او ولایتونو کې کمربندونه او ګزمې زیاتې کړي.

د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي دي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د اوو مېلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.

د سرپرست حکومت دفاع وزارت هم ویلي چې له هېواده بهر ته یې د زرګونه ميله وسلې د قاچاق مخه نیولې ده.

د اسلامي امارت ویاند د ترهګرو ډلو لاس ته د وسلو د لوېدو په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې خبرې ردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه