Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: بشري مرستې د افغان وګړو د ژغورنې وروستۍ حل لار ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې بشري مرستې د افغانستان د ډېرو وګړو د ژغورنې لپاره یوازینۍ لار ده.

دغه اداره همدارنګه وايي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د افغانستان خلکو ته د رسېدنې لپاره څه باندې ۴ مېلیارد او ۶۰۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دغه اداره زیاتوي، افغانستان په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا:«افغانستان په پرله پسې توګه د درېیم کال له وچکالۍ، د دویم کال له سختو اقتصادي ستونزو، د لسیزو جګړو او دوامداره طبیعي پېښو سره مخ دی. په ۲۰۲۳ زېږدېز کال کې د ۲۳٫۷ مېلیونه کسانو ته د مرستو رسولو لپاره ۴٫۶۲ مېلیارده ډالرو ته اړتیا ده.»

بل خوا د اقتصاد وزارت مرستیال له افغانستان سره د بشرپاله مرستو پر دوام ټینګار کوي او له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې بشري مرستې سیاسي نه کړي.

عبداللطیف نظري مهال وايي:«نړۍواله ټولنه باید بشردوستانه مرستې سیاسي نه کړي، ځکه له افغانانو سره مرسته مهمه اړتیا ده او باید دوام ولري لړ د بشرپاله مرستو ترڅنګ په افغانستان کې باید پراختیايي او انکشافي مرستې وشي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کمښت لپاره د بنسټیزو پروژو تطبیق کولو ته اړتیا ده.

کریم داد له څو کلونو راهیسې په کابل کې له کراچۍ سره کار کوي. هغه طلوع نیوز ته وايي چې له اقتصادي ستونزې مخ دی او بې پروايي یې کار پرېښود.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا څرګندوي:«دا چې موږ څّه ډول وکړای شو چې د بې وزلۍ‌ او بې کاري کمه کړي. دې ته اړتیا لري چې نړۍ له افغان نانو سره د مرستې لپاره همکاري وکړي.»

تونو مرستیال ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې وايي، تراوسه هېوادونو له افغانستان سره د ۴.۶ مېلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې، چې دا په نړۍ کې د بشري مرستو تر ټولو لویه اندازه ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی له هېوادونو غواړي، چې افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه