Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیت شورا پر ښځو لګول شویو محدودیتونو د ژر تر ژره پای‌ته رسولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنج‌شنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په تړاو ناسته کې، د یو پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره له اسلامي امارته وغوښتل چې په افغانستان کې ژر تر ژره پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

د دې شورا ځینې غړي د افغانستان د اوسني وضعیت د حل یوازنۍ لار تعامل او خبرې اترې ګڼي او د یادې ناستې د ګډونوالو په اند، د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو حضور یوه جدي اړتیا ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نبینزیا وايي: «موږ د نجونو او ښځو د حقونو د محدودولو په تړاو د طالبانو له پرېکړو هرکلی نه کوو او دغه محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.»

په‌دې سازمان کې جاپان دایمي استازی ایشیکان کیمیهیرو زیاتوي: «که ټاکل شوې وي چې افغانستان سوله‌ییزه او سوکاله راتلونکې ولري؛ نو په بشپړه توګه د نجونو او ښځو مانا داره مشارکت ته ضرورت دی.»

په ملګروملتونو کې د عربي متحده اماراتو دایمي استازې وایي، نړۍ نباید په افغانستان کې د ښځو د حذف کولو ننداره وکړي. نوموړې د دې مسالې د حل لپاره تعامل او خبرې مهمې ګڼي.

په ملګروملتونو کې د عربي متحده اماراتو دایمي استازې لانا نسیبه وايي: «موږ نه یوازې له څه باندې ۹۰ هېوادونو او امنیت شورا بلکې د افغانستان له نږدې ګاونډیانو او د نړۍ په هر ګوټ کې له مسلمانانو چې له دغه پریکړه لیک یې ملاتړ کړی خوشحاله یوو. د سیمې دغه ملاتړ زموږ اساسي پیغام لاپسې جوت کوي. نړۍ نشي کولی د دې ننداره وکړي چې، افغان ښځې له ټولنې حذفېږي.»

ورته مهال د اسلامي امارت یو مهم غړی انس حقاني د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په غبرګون کې وایي، دغه شورا نه باید خپلو ناکامو سیاستونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي حقاني له ملګروملتونو غوښتي چې د پرېکړه‌لیکونو د تصویب پر ځای دې، سیاسي، مالي او بانکي بندیزونه چې په ډله‌ییزه توګه افغانانو ته سزا ورکوي لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «یوازېنۍ د حل لاره چې د افغانستان ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي، دا ده چې تعامل، خبرې اترې او افهام او تفهیم شتون ولري، د تعامل او خبرو اترو لارې باید و نه تړل شي چې دا ډېر زیان لري.»

د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غندلو سره د ملګروملتونو د امنیت شورا پر پریکړه لیک نیوکه کوي او وایي چې په دغه پرېکړه‌لیک کې د افغان ښځو د حقونو د تامین لپاره مشخص اقدامات نه‌شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه