Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د ټولیز امنیت سازمان اندېښنه

د ټولیز امنیت سازمان د هغه څه په تړاو چې د افغانستان له خاورې امنیتي ګواښونه ګڼي، اندېښمن دی.

د دغه سازمان د وزیرانو شورا په ۳۷مه غونډه کې چې په هغې کې په روسیه کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر هم ګډون درلود په افغانستان کې بشري وضعیت هم ننګونکی وبلل شو او همداراز د ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې پر مبارزې هم ټینګار وشو.

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی زیاتوي: «زموږ جغرافیايي موقعیت د دې باعث شوی چې دلته د سیمې او نړۍ هېوادونو کړکېچونه دوام پیدا کړي او موږ ته اجازه رانه‌کړي چې دلته تل‌پاتې ثبات ولرو.»

د سیاسي چارو کارپوه حمید صفوت وايي: «د ټولیز امنیت سازمان پیغام ډېر څرګند او رښانه دی، هغوی په افغانستان کې د روان وضعیت دوام زیان ته اندېښمن دي.»

ورته مهال، د امریکا لپاره د پاکستان سفیر د امریکا ویسلون په مرکز کې د امریکا او پاکستان د اړیکو راتلونکي اړوند ناسته کې د امنیتي ګواښونو اړوند ویلي چې په سیمه کې د ترهګرۍ مسئلې د خپرېدو مخکې باید جدي ګامونه اوچت شي.

د امریکا متحده ایالتونو لپاره د پاکستان سفیر مسعود خان وايي: «"راځئ په سیمه کې د دغه ګواښ د لمنځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړو. نن دغه ګواښ افغانستان او پاکستان ته متوجه دی او که کنټرول نشي، د سیمې نورو هېوادونو او له هغې ورهاخوا به هم وغځېږي؛ نو اړتیا ده چې، د دغې ښکارندې پر وړاندې په بېړه اقدامات وشي.»

په‌دې تړاو بیا، د امریکا د بهرنیو چارو زوارت وایي چې غواړي په ګډه کار وکړي څو سیمه په ځانګړې توګه افغانستان د ترهګرۍ په ځالې بدل نه شي.

د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر د سکرتر مرستیاله الیزابیت هورست وايي: «موږ دواړه د داسې یوې سیمې غوښتونکي یوو چې، په هغې کې د ترهګرو هېڅ ګواښ نه وي او سرحدونو ته درناوی وشي. موږ اوس په دې لټه کې یوو چې، د ترهګرۍ، نشه يي توکو او د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخو کې له پاکستان سره څنګه همکاري وکړو. موږ هڅې کوو چې، دا ډاډ ترلاسه کړو چې، افغانستان بیا هېڅکله هم د ترهګرو پر ځالې بدل نه‌شي.»

خو کابل بیا دغه اندېښنې بې ځایه بولي او زیاتوي چې سرپرست حکومت په هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د ټولیز امنیت سازمان چې کومه اندېښنه څرګنده کړې، باید اندېښنه و نه‌لري، افغانستان له پخوا څخه څو برابره ډېر امن شوی دی او موږ دلته هېڅ پېښې نه‌لرو، هغه کسان چې خپل پر سر وي او له کنټروله وتلي وي، دلته هېڅ نه‌شته، حکومت د افغانستان پر ټوله خاوره کنټرول لري او موږ هېڅ داسې خوځښتونه نه وینو چې ناامني وګڼل شي.»

مخکې له دې اسلامي امارت ویلي چې تراوسه یې د داعش ډلې پر وړاندې څه باندې اویا پوځي عملیات کړي چې په پایله کې یې د داعش له سلو زیات جنګیالي وژل شوي او لسګونه نور یې هم نیول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه