Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډې ته د سرپرست حکومت د استازي نه بلل کېدل

د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند اسټفان دوجاریک ویلي چې دغه سازمان د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت استازی نه دی بللی.

ښاغلي دوجاریک د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره د نړۍ د تعامل او د افغان ښځو د وضعیت په هکله خبرې وشي.

د دوحې غونډه به د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو جوړه شي.

اسټفان دو جاریک خبریالانو ته وویل:«سرمنشي په دغې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان حاکمو چارواکو ته بلنه نه ده ورکړې.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړۍوالو سازمانونو غواړي چې، په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هېوادونه باید د هغو لویو مسوولیتونو په هکله چې لري یې او همدارنګه د نړۍ سازمانونه چې ډېر ستر مسوولیتونه لري، دوی باید له اسلامي امارت او افغانانو سره باید د مکلفیتونو په هکله تعامل وکړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی جنت فهیم چکري طلوع‌نیوز ته وايي:«دغه غونډه له افغانستان سره د نړۍ د تعاملاتو په هکله ډېر انعطاف لري او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د شتون یو دلیل همدا غونډې دي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، لا تر اوسه په دغې غونډه کې د افغان ښځو د استازو د حضور د غوښتنې په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه:«زه ډاډه نه یم چې لا تر اوسه د هغوی غوښتنې ته ځواب ورکړ شوی وي؛ خو هغه څه چې، ډېر مهم دي او باید یې په یاد ولرو دا دي چې، متفاوت چوکاټونه شته. دغه غونډه د نړۍوالو د استازو په نامه نومول کېږي او له افغانستان سره ارتباط لري. خو بیا هم کولی شم تاسو ته ووایم چې، د ملګرو ملتونو بېلابېلې څانګې په افغانستان کې دننه او یا هم بهر له افغان ښځو سره په نږدې او منظم ډول په اړیکه کې دي.»

تر دې مخکې د افغانستان په تړاو د شانګهای د همکاریو سازمان او مسکو فارمټ په ګډون څو سیمه‌ییزې او نړۍوالې غونډې جوړې شوي؛ خو په یادو غونډو کې هم د اسلامي امارت هېڅ استازي ته بلنه نه ده ورکړ شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه