Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د تېر کال د دوو میاشتو د سېلابونو د تلفاتو شمېرې

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او د سرې میاشتې نړۍوال فډراسیون په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو په تړاو د تېر ۲۰۲۲ کال د جولای او اګست میاشتو راپور خپور کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په جولای او اګست میاشتو کې سېلابونو په شپاړسو ولایتونو کې ډېر تلفات اړولي دي.

د دې سازمانونو د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې د سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵۶ تنه مړه شوي او ۱۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي. په دغو پېښو کې ۶ زره کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ۱۹۷۰۰ کورونه څه ناڅه وران شوي دي او نږدې ۲۵۰ زره تنه زیانمن شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.»

ورته مهال، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت شمېرې ښيي چې د غويي میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې د هېواد په پنځو ولایتونو کې اوه تنه مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي وايي: «پېښته ته درسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، زیانمنو شویو ته بشري مرستې وېشلي او د وېش لړۍ یې روانه ده، د یادولو وړ ده چې د احتمالي ګواښونو د کمولو په موخه د کوچنیو بیړنیو پروګرامونو پلان ترتیب او له بنسټونو او د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریک شوی دی.»

بل خوا، یو شمېر کروندګر له اسلامي امارت او مرستندویو بنسټونو غواړي چې په راروان کال کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

په کندوز کې یو کروندګر رضوان‌الله وايي: «سېلابونه چې راغلي وو، د خلکو کروندې یې له منځه یوړې، له اسلامي امارته غواړو چې له کروندګرو او سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.»

په روزګان کې یو کروندګر صالح محمد زیاتوي: «ټول خلک له ناخوالو او ستونزو سره مخ دي، یوه اندېښنه نه‌ده.»

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغاسنتان د کلیوالو سیمو ډیری اوسېدونکي پر کرکېلې بوخت دي او له همدې لارې عاید ترلاسه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه