د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په کوربتوب او د سیمې او نړۍ هېوادونو د ځانګړو استازو له حضور سره دوشنبې ناوخته په قطر کې پیل شوه.
د ملګروملتونو د سازمان ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې غونډې په اجنډا کې د بشري حقوق په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، ټولګډونه حکومت، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزه شامله ده.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دو چاریک زیاته کړې چې د دې ناستې موخه له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه د نړۍوالې ټولنې ترمنځ ګډ تفاهم ته رسېدل دي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې هکله وايي:«دغه غونډه چې نن په دوحه کې پیل شوې ده، دا یوه مشورتي غونډه ده هغه هم د تړلو دروازو تر شا، امکان لري، چې دوی یوې پرېکړې ته سره ورسېږي، چې دوی څنګه له طالبانو سره تعامل ته ورسېږي.»
د افغانستان په تړاو په دې ناسته کې به د نورو هېوادونو پر استازو سربېره د ایران او پاکستان استازي هم ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل:«په سیمهییزو او نورو ناستو کې بحثونه د افغانستان د ولس د ګټو خوندیتوب دی او دغه هېواد کې د ثبات تامینول دي. موږ په دې برخه کې تل خپل رول لوبولی دی.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، افغانستان تمه لري، چې د دوحې په ناسته کې به له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل او د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې وشي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«په عموم کې ټولو ناستو کې باید د افغانستان له خلکو سره پر همکاریو، اسلامي امارت سره د رسمي تعامل، د افغان ولس د کنګل شویو پیسو ازادولو او د محدودیتونو پر رفع کولو بحث وشي.»
که څه هم اسلامي امارت په رسمي توګه دې ناسته کې د خپل استازي حضور نه دی تایید کړی، خو دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له مسوول او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.