د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نجونو او ښځو د حقونو رعایتېدل د دغه سازمان په لومړیتوبونو کې دي.
جي شنکر زیاته کړې چې، د افغانانو د سوکالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د هند په کوربتوب د دغه هېواد په ګوا ایالت کې جوړه شوه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي: «د افغانستان وضعیت لا هم زموږ په لومړیتوب کې دی. زموږ هڅې د افغانانو د تلپاتې سوکالۍ لپاره دي. زموږ په بېړنیو لومړيتوبونو کې د بشري مرستو وړاندې کول، د یوه ريښتیني ټولګډونه او استازي حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه، د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی او د ښځو ماشومانو او لږکیو د حقونو ساتل شامل دي.»
پهدې غونډه کې د دغه سازمان جګپوړو غړو، د اقتصادي همکاریو او د سیمهییز امنیت په ګډون پر بېلابېلو مسایل خبرې وکړې.
پهدې غونډه کې بلاول بوټو زرداري په افغانستان کې سوله او ټيکاو د سیمې او نړۍ د سولې او ټیکاو په مانا ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي: «یو سولهییز او باثباته افغانستان نه یوازې د سیمهییز یووالي او اقتصادي همکاریو کلي ده؛ بلکې د نړیوالې سولې او ثبات کلي ده.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکی مهدي منادي زیاتوي: «په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالي د افغانستان راتلونکي امنیت لید له ننګونو سره مخامخوي.»
خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دغې غونډې په غبرګون ې وایي، د افغانستان په تړاو چې هره غونډه جوړېږي، باید د اوسنیو ستونزو د حل او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه پکې خبرې وشي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ریس سهیل شاهین وايي: «له افغانستان څخه اوسني بندیزونه لرې شي، د افغانستان ذخایر بېرته دغه بانک ته وسپارل شي او حکومت په رسمیت وپېژندل شي.»
افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړیتوب لري، خو دې غوندې ته د اسلامي امارت هېڅ استازی نهدی بلل شوی. چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبیکستان، پاکستان، ایران او هند د دغه سازمان دایمي غړي دي.
په دې اړه مو اندونه