د طلوعنیوز موندنې ښيي چې په تېر یوه کال کې، د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۴۷ تنو په ځانوژنې لاس پورې کړی چې له دې منځه ۶۰ تنو یې ژوند بایللی دی.
د دغو موندنو پر بنسټ، بدخشان ولایت د ځانوژنې د ۲۵۱ دوسیو په لرلو سره لومړی ځای ګی لري.
د طلوعنیوز موندنې ښيي چې ۱۴ تنو په غور، ۱۱ تنو په خوست، ۷ تنو په سرپل، ۵ تنو په ننګرهار او ۵ تنو په میدان وردګو، درې تنو په بامیان، دوه تنو په ارزګان او یوه تن په کاپیسا ولایت کې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.
د بامیان امنیه قومندان صدیق الله شاهین په دې هکله وايي:«په دغه کال کې موږ د ځانوژنې درې پېښې لرلو چې دلیل او انګېزه یې کورنۍ تاوتریخوالی دی.»
د غور امنیه قومندانۍ د امنیت امر مصطفی حقاني هم وویل:«د ځانوژنې ۱۴ پېښې رامنځته شوې دي چې عامل یې بې وزلي او اقتصادي او کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم څرګندوي:«له موږ سره څلور تر پنځو پېښو ثبت شوې دي چې ځينو کسانو ځانوژنه کړې ده.»
یوه شل کلنه نجلۍ چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د کورنیو ستونزو له امله یې د تیزابو څښلو سره غوښتل چې ځان وژنه وکړي، خو د بدخشان ولایتي روغتون ته د لېږدول کېدو وروسته، له مرګ څخه ژغورل شوې ده.
د دغې پېغلې ورور سخي طلوعنیوز ته وايي:«د ځانوژنې په خاطر یې تیزاب څښلي و. ډاکټر مو راوستو وروسته مو کلینیک او له هغې ځایه مو فیض اباد ته ولېږدوله. دوه درې ځلې مو دلته راوړې ده اوس عملیات شوې او وضعیت یې ښه دی.»
د بدخشان ولایتي روغتون رییس همایون فروتن طلوعنیوز ته وویل:«په روغتون کې ۲۵۰ پېښې ثبت او راجستر لرو چې په ځانوژنې یې لاس پورې کړی چې له دې منځه ۱۸۸ تنه ښځینه او ۶۲ تنه یې نرینه دي.»
د رواني ناروغیو یو متخصص قدیر بران بیا د هېوادوالو ترمنځ د ځانوژنې د پېښو زیاتېدو اړوند داسې لیدلوری لري:«د ځانوژنې موضوع تر ډېره د کورنیو تاوتریخوالي له امله کېږي. بې وزلي، ناپوهي. نالوستي، د خلکو نه پوهاوی، بې سرپناهي او بې برخلیکي او بې کاري د هغه عاملونه دي.»
د بدخشان او تخار ولایتونو د مسوولینو په وینا، تازه یوې ښځې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د کورنیو تاوتریخوالو له امله ځان وژنه کړې ده او یو سړي هم د تخار په ینګه قلعه ولسوالۍ کې د وسلې په واسطه ځان وژلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، هر کال په نړې کې نږدې ۸۰۰زره تنه د ځان وژنې هڅه کوي چې ډېری یې له ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو عمر لري.
په دې اړه مو اندونه