Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو څرګندونې تبلیغات دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله څرګندونې د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغ ګڼي.

امیر خان متقي چې د پاکستان د سترایژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې خبرې کولې یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې، د افغانستان خاوره د ټولې نړۍ پر وړاندې خوندي ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«موږ به هېڅ وخت هېچا ته اجازه ورنه کړو. چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي او موږ په دې عزم کې په تېرو دوو کلونو کې کامیابه شوي یوو. »

د ښاغلي متقي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ ځينو هېوادونو په هېواد کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی په کابل کې د ځينو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستل کېدو په تړاو وایي، چې د نورو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستل کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

ښاغلی متقي په نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت حضور مهم ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«موږ دلته رسماً دعوت شوي یوو. په رسمي غونډو کې مو شرکت کړی دی. له موږ سره د پاکستان او د سیمې د هېوادونو راشه درشه ټوله په رسمي بڼه ده. دا چې څوک د رسمیت اعلان نه کوي، دا پوښتنه دې له هغو نه وشي.»

خو اسلام اباد ته د ښاغلي متقي د سفر بنسټيزه موخه څه ده؟
                       
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي:«پاکستانیان هیله من دي چې خپلې اقتصادي ستونزې، او خپلې کورنۍ ستونزې چې د ټي ټي پي د طالبانو تحریک له خوا ورسره مخ دي. د افغانستان له اوسني حاکمیت سره د حسن نیت پر بنسټ حل کړي.»
                  
د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی څرګندوي:«دلته په سیمه کې که هر څومره پرمخ تللي اقتصاد لرونکي هېوادونه وي. هر څومره باثباته سیاست لرونکي مملکتونه وي، که چېرته افغانستان ناامنه وي، افغانستان په پښو ولاړ اقتصاد ونه لري. دوی به هم ورڅخه اغېزمن کېږي.»

تر دې وړاندې د پاکستان لوی درستیز له امیرخان متقي سره په کتنه کې د ترهګرۍ د مسئلې په ګډون د کابل او اسلام اباد تر منځ د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

امیرخان مقتي په کابل کې د ځينو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستل کېدو په تړاو وایي، چې د نورو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستل کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه