Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندا محمد ندیم: د پوهنتونونو د ښوونیز نصاب د بیاکتنې کار پای ته ورسېد

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي چې د پوهنتونونو پر ښوونیز نصاب د بیاکتنې کار پای ته ورسېد او ډېر ژر به خپور شي.

ښاغلی ندیم چې پروان ولایت ته تللی په یوې غونډه کې وایي چې د پوهنتونونو استادانو ته به د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه دننه په هېواد کې برابره شي.

ندا محمد ندیم وویل:«په نصاب کې تاسې استادان خبر یاست. تقریباً تر اویا زیاتو نصابونو باندې اوس کار شوی او کار یې وروستی شوی دی. او په لنډو شپو کې به ان‌شاالله ټولو پوهنتونونو ته وړاندې شي.»

ښاغلي ندیم پوهنتونونو ته د نجونو د تګ نه اجازې ته کومه نغوته نه لرله.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې غونډه کې زیاته کړه:«د دې په دلایلو کې یو دلیل دا و. زموږ دغه افغانان چې خارج ته ځي، خدای خبر په کوم ذهن باندې راځي. چې دلته یې تربیه وشي هم به یې کار اسانه وي او هم به موږ پرمختګ کړی وي.»

د پروان د والي مرستیال محمد ادریس انوري هم څرګندوي:«داسې با ارزښته خلک، متعهد خلک چې هغه خپل اسلام ته، خپل وطن ته او دین ته متحد وي داسې خلک به راوځوو. ظاهري او معنوي هر لحاظ سره به یې تربیه کوو.»

د پروان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس میر عبدالقدیر هاشمي په دې هکله وویل:«هغه ودانۍ چې کار یې پیل شوی او نیمه کاره پاتې دي، که چېرې دوی ته جدي پاملرنه وشي چې کار یې بشپړ شي.»

ورته مهال، د پروان پوهنتون ځينې محصلان، په اوسنیو شرایطو کې نجونو ته د زده‌کړو د دوام لپاره د اجازې ورکړه یوه اړتیا بولي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې نجونو ته پوهنتون ته د تلو اجازه ورکړي.

د پروان پوهنتون زده‌کړیال عبدالسلیم رسا وايي:«په هره بڼه چې لازم وینئ، پوهنتونونه پرانیزئ چې زموږ ښځینه طبقه هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

د پروان پوهنتون بل زده‌کړیال نظیف الله توکل یار هم څرګندوي:«د ټولنې کابو نیمه برخه ښځینه طبقه جوړوي او په پوهنتونونو کې د هغوی شتون ډېر مهم دی.»

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست همداراز په هېواد کې د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري د جعلي اسنادو پر ورکړې نیوکه کوي او وایي چې خصوصي پوهنتونونه هم باید د دولتي پوهنتونونو په څېر د لوړو زده‌کړو وزارت پر معیارونو برابر شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه