Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام‌اباد: له کابل سره زموږ تعامل مشروط دی

اسلام‌اباد له کابل سره خپل تعامل د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارېدنې مشروط ګڼي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت باید په عمل کې ثابت کړي چې د پاکستان د طالبانو تحریک دغه هېواد ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.

نوموړې له جیونیوز سره په خبرو کې زیاته کړې: «له سرپرست حکومت سره چې اوس په افغانستان کې واکمن دی، زموږ تعامل د همدغه شرط پر بنسټ دی. د هغوی له‌خوا موږ ته ویل کېږي چې موږ پر دې باور یوو چې په پاکستان کې د هېچا وینه توی نه‌شي، خو دا یوازې د خبرو تر بریده ده. هغوی باید ځينې شیان ثابت کړي، ځکه موږ هم د پاکستان د طالبانو له تحریک سره د مبارزې توان لرو.»

په‌دې لړ کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک حضور  بې‌بنسټه ګڼي او ټينګار کوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د افغانستان له خاورې هېچا او هېڅ عنصر ته اجازه نه ورکول کېږي چې نور هېوادونه ترې زیانمن شي یا ګواښ وویني او دا ډول ډلې او عنصر زموږ په هېواد کې نه‌شته.»

له دې ټولو سره سره، د سیاسي چارو کارپوهان پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت د پاکستان د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لوبولای شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: «څرنګه چې د ټي‌ټي‌پي ډلې مشرتابه د افغانستان د اوسني حکومت له مشرتابه سره مستقیمې اړیکې او ځانګړي ارتباطات لري، د افغانستان اوسنی حکومت کولای شي د دواړو لوریو تر منځ منځګړیتوب او د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه د ننګونو په حل کې مهم رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین زیاتوي: «ټي‌ټي‌پي ډله په پاکستان کې د یو تنظیمي ځواک په توګه مطرح ده. د دې تر څنګ چې د پاکستان او افغانستان پالیسي په ګډو او ښکاره ګټو متمرکزه نه‌ده، ښايي اسلامي امارت په‌دې مساله کې کمه لېوالتیا وښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اسلام‌اباد ته په خپل سفر کې  د دغه هېواد له لوی درستیز سره په کتنه کې، د سیمه‌ییز امنیت، د پولو د مدیریت او د پاکستاني طالبانو د تحریک د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک حضور  بې‌بنسټه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه