Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د دیني عالمانو د نږدې شلو شوراګانو جوړېدل

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، په څه باندې اتلسو ولایتونو کې د عالمانو شوراګانې جوړې شوې دي.

 اسلامي امارت په هېواد کې د عالمانو شوراګانو رول مهم بولي او وایي، هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د علماوو شوراګانې جوړې شي، ځکه په وینا یې دغه شوراګانې به وکولای شي چې په هېواد کې عدالت په بشپړ ډول پلی کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دا ډېر مهم رول لري، د خلکو او حکومت تر منځ د پل په توګه رول لري او هیله‌من یوو چې عدالت تامین شي او خلک ډاډه شي، همداراز د خلکو غږ حکومت ته او د حکومت پلانونه او برنامې خلکو ته په اسانۍ سره ورسېږي.»

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، قومي مشران، سپين‌ږیري او دیني عالمانو د دغو شوراګانو غړيتوب لري او د خلکو پر ناحل شویو ستونزو غور یې د کار یوه برخه ده.

بل‌خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د دغو شوراګانو غړي باید د ځينو نورو مسوولیتونو تر څنګ، د اساسي قانون په تدوین او د هېواد د نظام د جوړښتونو په برخه کې هڅه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم کاکړ وايي: «د علماوو شورا بايد د ولايتونو په کچه چارواکو ته په چارو کې د مشورې ورکولو او څارنې تر څنګ د اساسي قانون د تدوین او د نظام د جوړښت په برخه کې هم هڅې وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی برناصالحي زیاتوي: «اوس‌مهال فکر کېږي چې د حکومت او ولس تر منځ واټن ډېر دی او د علماوو شورا د یوه مشورتي ارګان په توګه کولای شي په‌دې برخه کې له اوسني حکومت سره مشوره او همکاري وکړي.»

بل‌خوا هېوادوال په‌دې تړاو بېلابېل لید لوري لري.

د کابل اوسېدونکی منصور وايي: «دوی ته دې دغه صلاحیت ورکړل شي چې دوی کمک کوي، دغه په سم ډول اجرا کړي او دوی ته صلاحیت ورکړي.»

د کابل اوسېدونکی اسماعیل زیاتوي: «له اسلامي امارت څخه دغه غوښتنه لرو چې عالمانو ته صلاحیت ورکړي، څو د خلکو ستونزې حل کړي.»

د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې د هېواد په نږدې شلو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې دي.

د اسلامي امارت مشر په جلا-جلا فرمانونو کې ویلي دي چې د دغو شوراګانو غړي او مسوولان مکلف دي چې د خپلې کړنلارې له مخې په کور دننه چارو د ښه‌والي لپاره ځایي چارواکو ته د شریعت پر بنسټ مشوره ورکړي.

شریک یي کړئ